کور / راپور / جاپان د اولمپيک سياليو کي د مسلمانانو لپاره ګرځنده جوماتونه چمتو کړي دي

جاپان د اولمپيک سياليو کي د مسلمانانو لپاره ګرځنده جوماتونه چمتو کړي دي

جاپان د ۲۰۲۰ المپيک سياليو پر مهال د مسلمانانو لپاره ګرځنده جوماتونه تيار کړي دي، چي وخت پر وخت به دا ګرځنده جوماتونه به د مسلمانانو لپاره د اوداسه او لمونځ کولو اسانتياوي برابروي.

دا ګرځنده جوماتونه چي په اوږدو لاريو کي جوړ سوي، پر يوه مهال د ۵۰ لمونځ کونکو ظرفيت لري.

د ۲۰۲۰ المپيک سيالۍ د روان کال په جولای مياشت کي د جاپان په کيپه ښار کي پيلېږي.

د ګرځنده جومات د پروژې اجرایي رئيس یاساهورا اینویه، هیله ښودلې چي په دغه کار سره به مسلمانانو ته روحي ارامتیا ورپه برخه سي. هغه وایي زه غواړم چي ورزشکاران په عالي روحیې سره سیالۍ وکړي او سیلانیان د لوبغاړو تشویقولو لپاره میدان ته خوشحاله راسي.

په دغه جوماتونو کي به د اوداسه لپاره پاکي اوبه هم موجودي وي.