کور / راپور / چارواکي: هلمند کي مهم طالب قومندان وژل سوی دی

چارواکي: هلمند کي مهم طالب قومندان وژل سوی دی

د هلمند چارواکي وايي، چي ددغه ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کي يې د چاڼيزو عملياتو پر مهال يې مهم طالب قومندان وژلی دی.

د هلمند امنيه قومنداني وايي، چي په نهر سراج ولسوالۍ کي د افغان ځواکونو لخوا يو لړ چاڼيز عملیات ترسره سوي په نتيجه کي يې دوسلوالو مخالفينو ديو مهم قوماندان خالد په ګډون دري تنه مخالف وسلوال وژل سوي او دوه تنه نور زخميان دي.

د امنيه قومندانۍ په وينا، ديادو عملياتو پرمهال څلور پټنځايونه هم له منځه وړل سوي دي.

که څه هم طالبانو تر دا مهاله ددې پېښي په هکله تراوسه څه نه دي ويلي، خو ډېر ځلي د افغان حکومت دا ډول ادعاوي ردوي.