ارمان ستا پر حق شهيد شو!
Aziz Rahman Hazim
ليکوال: ح، حقوېش
د پښتنو د پرمختګ او د هغوى د حق غوښتلو لپاره ډيرو مبارزينو قربانۍ ورکړې دي، او هر مبارز شاته ډير داسي څه پرېښودلي دي که اوس هم ورباندې تګ وشي نو ممکنه ده چي پښتانه هم د عصري نړۍ سره ورته پرمختګ وکړي او هم له هر زبر او جابر ځواک څخه خپل حق ترلاسه کړي. پښتنو په اسيا کي له پېړيو پېړيو واکمني کړې ده او هر جابر ځواک يې په ګونډو کړى او له خپلې سپېڅلې خاوري يې شړلى دى. که څه هم دلته پښه اښودل هر زبر ځواک ته اسانه او د پښتانه په اوږه ايښى ټوپک لکه اوسنۍ امريكا چي دلته راغلې په همدې ډول راغلي، خو وروسته د پښتنو له داسي غبرګون سره مخ کيږي چي خپل ډير څه له لاسه پکښې ورکوي. لکه د ملګرو ملتونو ځواکونه چي د امنیت شورا لخوا ځای پرځای شوي، امنيت شورا یوه داسې اداره ده چي هلته یې پنځه دودیز اټومي طاقتونه (فرانسه، چین، روسیه، بریتانیا او متحده ایالات) یو ویټو لري. د دغو له جملې څخه په روانو دوو پیړيو کي درېیو هېوادونو په افغانستان یرغل وروړی دې. تر دې له مخه افغانانو د تاريخ په اوږدو کي له مقدوني سکندر، ايراني صفويانو، مغولو او نورو سره د هېواد د خپلواکۍ لپاره جګړې کړې دي. په دې هېوادونو کي لومړى هېواد انګليستان وو چي له افغانانو سره يې ډغرې وهلې دي. چي له بدمرغي پاليسۍ څخه يې پښتانه تر اوسه کړيږي. لومړى انګلستان د افغانانو ګډ لوى احمدشاهي هېواد افغانستان په دوو برخو وويښه، په منځ کي يې کرښه ور کښ کړه نيم يې له ځان سره پرېښودل چي هغه وخت دوى بريټش انډيا وو، وروسته يې بريټش انډيا د مسلمان او هندو په دوو نومونو سره جلا کړل، چي په 1947ز کال کي يې د افغانستان پاتې برخه چي پښتانه او بلوڅ ورباندې استوګن وو خپل لاسپوسي پنجاب ته په اجاره ورکړل، ځکه پنجاب انګليسانو د خپل ځاى ناستي لپاره د هندوستانه راجلا کړ او د ګاونډيو هېوادونو ځيني سيمي يې هم ورپکښې ګډې کړلې.
له دې مخکي که لوى احمدشاهي هېواد د انګليسانو سره لاس او ګرېوان وو، کله چي د مذهب په نوم د انګليسانو ځاى ناستى پنجاب رامنځته شو، نو خواره واره پښتانه يوزل بيا د ستونزو او ناخوالو سره لاس او ګرېوان شول. دې هېواد چي اداره کېدل يې د انګليسانو په لاس کي وو د سيمي د لاسپوسو په مټ په لومړيو کي له پښتنو سره داسي ظلمونه وکړل چي نړۍ ګوته په غاښ ورته پاتې شوه. چي د بابړې مثال يې يادولى شو، له هغه وروسته يې په وارو وارو په پښتنو ظلمونه کړي دي، خو کله چي زموږ په لوى کور کي په 1978ز کال کي نورمحمد ترکي واک تر لاس کړ او ترکى د کمونزم پلوي وو چي له دې نظريې سره امريكا او انګلستان دواړو اختلافات لرل، هغه وو چي بيا يې ددې پنجاب په مټ په افغانستان کي لاسوهنه وکړه او يو اوږد جنګ يې د اسلام په نوم پکښې پيل کړ، چي د سر سر کسان يې تر نن ورځ پوري وژل کيږي. همدا ډول پنجاب د هغوى له ملاتړ څخه ګټه پورته کړه د پښتنو او بلوڅو مبارزينو د له منځه وړلو پسې يې راواخيست، د هغوى د پرمختګ مخه يې ونيوله، د اسلام په نوم د پنجاب دفاع کوونکو که څه هم افغانستان ته د اسلام د خوندي کولو لپاره خلک لېږل او هلته ټوله پراته پښتانه افغانان يې کفار بلل، دلته يې هم د پښتنو قامپرستان د کفر په نوم تورن کړل. او تر څنګ به يې يو يو د کار سړى هم ورنه ويښته، بيا به يې خپلو لاسپوسو ته دا خبره هم په لاس ورکړه چي اوس نور خلک هم ددوى په وړاندي راپاسوئ، هغوى به ددې شهيدانو په ډول ډول نومونو توعين کاوه او نور د قوم خلک به يې ددوى په ضد راپاسول، دوى او مبارزه به يې ورته په بدو او سپکو نومونو يادوله، لکه څنګه چي اوس په پښتون ژغورني غورځنګ پسې خبري کوي. خو پښتنو قامپرستانو تر نن ورځي پوري خپل همت نه دې بايللى په مېړانه او په جرات يې د خپل قوم لپاره مبارزه کړې ده، او خپل ږغ يې تر اوسنيو ځوانانو رارسولى دى، دې ځوانانو ته که څه هم ډيري ناخوالې په مخکي پرتې دي او د پنجاب ادارو ددوى په منځکي خپل لاسپوسي ځاى په ځاى کړي دي خو دوى بيا هم د پرمختللي عصر سره ورته مبارزه کوي او په ټولنيزو رسنيو خپل ږغ بدرګه کوي.
دا مهال د پښتنو د نورو تحريکونو ترڅنګ نوى راټوکېدلى تحريک “د پښتون ژغورني غورځنګ” په ډيري چټکۍ سره خپل ږغ بدرګه کوي، او د خپلو تېرو مشرانو خوشال خان خټک، شېرشاه سوري، مېروايس نيکه، احمدشاه بابا، باچاخان، امان الله خان، خان شهيد په لاره تګ کوي. خو دې تحريک ته هم د پنجاب ادارې ستونزي جوړوي، مخه نه ورکوي چي د خپل حق غوښتنه وکړي. ددې تحريک د مخنيوي لپاره که څه هم د پنجاب ادارې له هري لاري کار اخلي، خو ترڅنګ يې په خپله پښتنو کي هم خلک پيدا كړي دي چي په تحريک پسې بدرد ووايي، لکه مخکني مشران چي ورسره مخ وو همداسي دا تحريک هم. ددې تحريک د مخنيوي لپاره پنجاب ډير پښتانه ځوانان ووهل بند ته يې واچول د طالب په نوم يې شهيدان کړل، خو ددې تر څنګ به يې لاسپوسي لا نور بدرد هم پسې وايي او نور پښتانه هم د ځان خواته کښ کوي. په هغو کي هم ډير کسان له خپل حقه ناخبره خلک په بدو ردو سر کيږي. او ډير خلک خاموشه پاتي کيږي چي دا هم د خپل قوم سره جفاه ده.
زموږ له اوسنيو مبارزينو يې د 2019ز کال د فبروري په 2مه نېټه ماښام مهال د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ غړى “ارمان لوڼى” د پنجاب د ادارو په خوله يوه پښتانه پوليس افسر هغه د لوى بازار په منځکي د سلګونو پښتنو په منځكي شهيد کړ، دالته د ګوتو په شمېر کسان وو چي ارمان لوڼى يې ژغوره خو په هغوى باندې هم ماشه کښ کړل شوه چي شور ونخورئ، بدبختانه چي ارمان يې شهيد کړ. ارمان د همدې پښتنو لپاره چيغي وهلې کومو چي يې مرګ ته په رڼو سترګو کتل، ارمان د همدې پښتنو پوليسو لپاره حق غوښته کوم چي د پنجاب ادارې د خپلو ګټو لپاره وژل، او هماغه پوليسو دا ارمان شهيد کړ. خو ددې مبارز شهيد په شهادت ټوله خاموشه شول هيچا په هم هغه شپه ږغ پورته نه کړ، پرته له يوڅوتنو ځوانانو. بايد په هغه ورځ دا ښار تړل شوى واى تجارانو، بزګرانو، موټرچلونکو، مځکوالو، پوليسو او نورو ټولو کاربنديز کړى واى. او له شته حکومته يې غوښتي واى چي د ارمان قاتل ته سزا ورکړل شي. خو پوليسو له هماغه قاتله ساتنه کوله او د ارمان شهيد شاهدانو ته يې اختيارونه ورکول، تجارانو په دې سبا ګهيځ ټولو خپلو کاروبارو ته ملاتړلې وه په خندا خندا يې تلې يو او بل سر کښته پورته کاوه، په دې يې سر نه خوږاوه چي سبا به د نورو پښتنو په څېر زما ورور يا زوى وژل کيږي بيا به څه کومه، ځينو به لا د خپل بادار په خوله ارمان شهيد غدار يادوه. په هغه ورځ چي مي د خلکو داسي حالت وليد ماته د ازادي غوښتونكي ارنسټو چیګوارا او د مصر د محمدکریم د ژوند وروستني حالت راياد شول.
کله چي ارنسټو چیګوارا په خپل پټنځای کي د یو شپون لخوا په حکومت ونیول شو، نو د شپون څخه يې پوښتنه وکړه چي چیګوارا خو ستاسو د ازادۍ لپاره مبارزه کوله، ولي دي حکومت ته په لاس ورکړو؟ شپون وویل: د چګوارا جنګونو زما د مېږو رمه ډاروله.
همدا ډول!
محمدکریم د مصر ازادۍ غوښتونکی وو کله چي يې د فرانسې د پوځونو په مقابل کي ماتې وخوړه نو فرانسوي ځواکونو هغه ونیوه. د وخت واکمن نېپولين ته يې بوتو، نېپولین ورباندې د اعدام حکم صادر کړ او د اعدام تر څنګ يې ورته وویل: تا د هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه کړې ده زه د ازادۍ مبارزین نه وژنم، زه د خپلو وژل شويو پوځیانو تاوان درنه غواړم نو موږ ته لس زره د سرو زرو سیکې راوړه چي د اعدام سزا درته ختمه کړو؟
محمدکریم ورته وویل اوس دا سیکې نه لرم وخت راکړه چي له خپلو تجارانو یې را پیدا کړم. محمدکریم لاس تړلی د مصر په قاهره کي څو ورځي وګرځید، خو هیڅ تاجر ورته دا سیکې ورنه کړې. او ځينو تجارانو به لا دا هم ورته ویل: لعنت په محمدکریم زمونږ تجارت او کار یې راخراب کړ.
محمد کریم بېرته نېپولین ته راوستل شو، نېپولین ورته وویل: زه نو اوس بله لاره نه لرم بې له اعدامه، او ددې لپاره دې نه اعداموم چي زمونږ پوځیان دې وژلي دي، ددې لپاره دې اعداموم چي د یو پیسه دوست قوم لپاره دې مبارزه کوله.
نو مالومه خبره ده که هر څوک ددې پنجابي حکمران تر حکم لاندې دا فکر وکړي چي زما سر ته خير ده، خپل کار قطار مي سم ده، اولادونو ته روپۍ ګټم هغه هم ښه خوشحاله دي تعليم کوي په خېټه ماړه دي. زه هم ګهيځ کار ته راوځم ماښام د خپلو اولادونو څنګ ته کورته ځمه. يا که څوک ددې حکمران تر حکم لاندې نوکري کوي، نو ښکاره د چي د لورالائي د پوليسو په څېر به وژل کيږي بيا به عام خلک راپورته کيږي هغوى ته به حق غواړي او په هغه سربېره به بيا همدې پوليسو ته امر کيږي چي ددوى لپاره حق غواړي هغه به وژني او د حق چيغه به خاموشه کوي، کله چي د حق چيغه خاموشه شي، ته به يو غلام پاتې شي بيا چي دي بادار هر څه وغواړي ته به يې په ټيټو سترګو حکم ترسره کوې هغه وخت به وجدان هرڅه درته ووايي خو ته به هيڅ هم نشې کولى. بلخوا که موږ وګورو زموږ په لراوبر وطن کي له څلورو لسيزو راپدېخوا په ميليونونو انسانان وژل شوي او ژوبل شوي دي، په دومره ډيرو انسانانو کي به يو ميليون خلک ازادي غوښتونكي يا د حالتو سمونکي وو. دا نور ټوله داسي خلک وژل شوي دي خپل کور او اولادونه يې په پام کي وو، دا ظالم وحشي موږ ټوله وژني نه ښه ګوري او نه بد ګوري چي هر څوک يې مخته ورشي وار يې ورته سم شي دوى يې وژني. نو زموږ خاموشو خلک په ياد ولرئ چي دا کيسه او ددې اور لمبې به يوه ورځ هرومرو ستاسي تر کوره هم درځي. بيا چي د کور يا اولادونه سوځي او د مرستي لپاره څوک نه وي پاتې، نو نن لا د خپلو مبارزينو احترام وکړئ ورسره مرسته وکړئ هغوى وهڅوئ چي د ټولو انسانانو د خذمت لپاره جوګه شي. له خپلي خاوري او خلکو ساتنه وکړي.