کور / #PTM / په کندهار کي د منظور پښتين د نیول کیدو خلاف احتجاجي لاریون وسو

په کندهار کي د منظور پښتين د نیول کیدو خلاف احتجاجي لاریون وسو

نن په کندهارکي د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتين په ملاتړ ستر لاريون وسو چي پکي په سلګونو کسانو ګډون کړی وو.
دا لاريون چي د کندهار په عينو مېنه کي جوړ سوی وو، د مشر منظور پښتين د نيولو پرضد پکي ويناوي وسوې او ګډونوالو د پاکستاني رياست له خوا د پښتنو سره د روان تشدد او ظلم غندنه وکړه. لاريونوالو د شهيد ارمان لوڼي ياد هم تازه کړ او د هغه د قاتلينو د محاکمې کولو غوښتنه يې کول.
شهيد ارمان لوڼی د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر دوهمه د پنجابي رياست لخوا په ډېر تشدد سره شهيد کړل سو.
د لاريون يوه ګډونوال وويل، چي ددې لاريون يوه موخه داده چي د لراوبر د پښتنو يووالی پکي ثابت سي او له بلي خوا نړيوالو ته دا پېغام ولېږدول سي چي پښتانه په سوله ايزو لاريونونو د خپلو حقونو غوښتنه کوي.
د کندهار لاريون ته د شهيد ارمان لوڼي خور وړانګي لوڼۍ هم په انلاين بڼه وينا وکړه او د ګډونوالو څخه د منني ترڅنګ يې د پښتنو پر يووالي هم ټينګار وکړ.
آغلي لوڼۍ وويل، چي زموږ لاريونونه ټول سوله ايز دي او د همدې سوله ايزو لاريونونو له لاري به خپل حقوق ترلاسه کوو.
آغلي لوڼۍ وويل: “ د پاکستاني رياست څخه زموږ غوښتني سوله ايزي دي، موږ د خپلو حقونو غوښتنه کوو، رياست زموږ خاوري ته جګړه راوړې ده، خلګ يې نا حقه را وژلي دي، بې عزته کړې يې يو”.
آغلي لوڼۍ زياته کړه، چي نور موږ ددې جګړې ټغر ټولول غواړو او په ټوله نړۍ کي مو خپل ږغ اوچت کړی دی، چي د پاکستاني رياست دا ظلم دي نور ودرول سي.
دا پر داسي مهال ده چي لس ورځي وړاندي په پېښور کي پاکستاني رياست د پي ټي ايم مشر منظور پښتين ونيوی او په ډېره اسماعيل خان کي يې جېل ته ولېږدوی.
د مشر منظور پښتين د نيولو پر ضد په لراوبر کي پراخ لاريونونه دوام لري او د بخښني نړيوال سازمان په ګډون ګڼو نړيوالو ټولنو د منظور پښتين د ژر ترژره خوشي کولو غوښتنه وکړه.

د وړانګي وينا دلته اوریدلای سئ

 

https://www.facebook.com/156772534354136/posts/2931836873514341/
https://www.facebook.com/156772534354136/posts/2931836873514341/