کور / تازه خبرونه / د منظور پښتون پېشلمی او دټانګ پرلت د محسن داوړ وينا ؛ ليکنه عظيم ممتاز

د منظور پښتون پېشلمی او دټانګ پرلت د محسن داوړ وينا ؛ ليکنه عظيم ممتاز

د مشر منظور پښتون صاب پېشي ، د ټانګ پرلت او ګيله من پښتون صاب ګرفتاري په محسن داوړ وينا :

نن د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ صاب د ډېره اسماعيل خان کي په عدالت کي د مشر منظور پښتون صاب تر پېښۍ وروسته د درانه مشر منظور پښتون صاب د کېس يا قضیې سماعت سبا ته واوښت , یعني بله پېښي به يې سبا وي ، خو محسن داوړ صاب له ډي ای خان نه ټانګ ته لاړو هلته ده او قدرمن عبدالصمد حاجي د مسيدو هغه درهرنې ته کوم له تېرو ديارلسو 13 ورځو راهيسي د پاکستاني ریاست څخه د خپلو نړېدلو کورونو او ړنګو بازارونو ازالې او معاوضې غوښتنه کوې ولي خو پنجابي ظالم رياست يې لا تر اوسه د دغو متاثره سوو زرګونو کسانو غوښتني ته مثبت ځواب نه دی ويل ، نن محسن داوړ صاب د خپلي وینا په ترڅ کي د پښتنو دغي ډيري لويې مجموعې ته وويل چي موږ بايد پر خپل سيمه امن و غواړو ځکه زموږ د وطن ټولي مسلې د امن سره تړلي دي ، کچيري زموږ پر وطن دترهګري جنګ نه وای تپل سوی نو نو زموږ کورونه او بازارونه به نه وای ړنګ سوي او موږ به نن د پنجابي ظالم رياست څخه دخپلو نړیدلو کورونو او ړنګو سوو بازارنو د ازالې او معاوضې غوښتنه د سوالګرو په څېر نه کولای ، او هغه په بحرين هيواد کي دشاعر او لیکوال او د پي ټي ايم يو مخکښ مبارز ګران ګيله من پښتون په باب کوم چي هلته تېره شپه په بحرين کي د انټرفول پوليسو د پاکستاني ترهګر رياست په غوښتنه نيولی دی ، محسن داوړ صاب وویل چي دا به ډېره ښه سي ګيلامن پښتين به خپل وطن راسي دلته به د دوی عدالتونه هیڅ جرم ورباندي ثبوت نه کړي ، محسن داوړ صاب يادي دهرنې او پرلت ته د هغوی د زنداني مشر منظور پښتون صاب سلامونه ووایه چي ټولو برخوالو په يوه سلا ورته په ځواب کي وويل
وعليکم سلامونه مينه او احترامات ،
منظور تیرے قید سے
انقلاب آئے گا انقلاب آئے گا
#RealeseManzoorPashteen