کور / #PTM / د پنجابي ریاست يوه بله ترهګریزه هڅه

د پنجابي ریاست يوه بله ترهګریزه هڅه

د محکومي جنوبي پښتونخوا په هرنايي کي نامالومو وسله والو کوم چي اوس ټولو پښتنو ته ور مالوم دي په ډزو کي يو پښتون پوليس شهيد او يو بل لمونځ کوونکی سخت ژوبل سو ،


دا پېښه د هرنايي ښار په يوه جامع جومات کي هغه مهال رامنځته سوه خلک پر لمانځه ولاړ ول ، په دغه پېښه کي د محمد وسيم په نوم يو پښتون پوليس چارواکی او يو د پېښور څخه د تبليغي جماعت سره راغلی پښتون کس لګیدلي ، تر پېښې وروسته ټپيان د عامو خلکو لخوا د هرنايي ښار ځايي روغتون يا هسپتال ته وړل سوي و ، د پېښور څخه هرنايي ښار ته په تبلیغ پسې راغلی کس يوازي پر لاس سرسري لګېدلی و چي د ځايي روغتون چارواکو تر پټيو لګولو يا پاسمال وروسته رخصت کړی و ، خو دمحمد وسيم په نوم پښتون پوليس چارواکی يې کوټي ښار ته ريفر يا منتقل کړی و چي له بده هغه په يار کي ساه ورکړې وه او په شهادت رسېدلی و ، دا په جنوبي پښتونخوا کي د پنجابي رياست څويمه هڅه ده چي هلته يې د دهشتګردی د پیلولو په پار کوي ، ولي خو په جنوبي پښتونخوا کي د پښتون ژغورني غورځنګ د مبارزينو د خپلو هلوځلو په ترڅ کي لا له وړاندي د جنوبي پښتونخوا اولس د رياستي ظالمانو په ترهګریزو عزايمو خبر کړی او دا دي نن يې د يادي پېښي په اړه يو لوی ولسي احتجاجي لاریون راوتی و ، چي ترهګرو او د هغوی د بادارانو پر ضد شعارونه ورکړل .
” ژوندی دي وي د هرنايي ويښ او مېړنی ولس او بريالي دي د پښتون ژغورني غورځنګ فعالان .”