کور / راپور / د میرامشاه اوسېدونکي :که مو غوښتنې ونه منل سوې د چارواکو کورونه به محاصره کړو

د میرامشاه اوسېدونکي :که مو غوښتنې ونه منل سوې د چارواکو کورونه به محاصره کړو

د شمالي وزيرستان د مرکز ميرامشاه اوسېدونکي وايي،  که يې غوښتني ونه منل سوې، نو د رياست د چارواکو کورونه به محاصره کړي.

د ميرامشاه ولسي وګړو د جنورۍ له ۲۹ نېټې څخه د خپلو حقونو د اخيستلو لپاره لاريون پيل کړی دی او د پېښور د قامي اسمبلۍ مخی ته يې پرلت وهلی دی.

دوی غوښتنه کوي، چي د پاکستاني پوځ په عملياتو کي ددوی د ړنګ سويو کورونو او هټيو تاوان دي ورکړل سي.

پاکستاني پوځ په ۲۰۱۴ کال په وزيرستان کي پوځي عمليات پيل کړل، چي په زرګونه عام پښتانه يې ووژل او دهغوی کورونه او مارکيټونه يې وران کړل.

د ميرامشاه اوسېدونکي وايي، دوي وايي په دې عملیاتو کي یې دوکانونه ، مارکيټونه او نور جایدادونه نړل سوي او لوټ سوي دي د کوم په اړه چي د دوي په وینا تر کره پلټڼو وروسته حکومت ته د تاوان لپاره معلومات ورکړل سوي وو.

د فرورۍ پر اوومه په پېښور کي روان دې پرلت ته د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کي د شمالي وزیرستان استازي میر کلام وزیر وویل تر هغه وخته به احتجاج جاري ساتي چي غوښتنې یې نه وي منل سوې.

نوموړي وویل ، “تر څو به حکومتي چارواکو پر دې تورو بېرغونو سترګې پټې کړې وي ، چي دوي نه دي ستړي نو موږ هم نه یو ستړي خو دا وایو چي موږ د چارواکو او د هغو خلکو د کورونو دروازې تړلای سو چي ټول نظام یې په ټپه درولی دی.”