کور / راپور / ننګرهار: د افغان سرتېري ډزو کي امريکايي پوځيان وژل سوي دي

ننګرهار: د افغان سرتېري ډزو کي امريکايي پوځيان وژل سوي دي

تېره شپه د ننګرهار ولايت په شېرزاد ولسوالۍ کي پر افغان او امريکايي ځواکونو ډزي سوي چي ګڼه مرګژوبله يې رامنځ ته کړې ده.

د راپورونو له مخي دا بريد د شیرزاد ولسوالۍ په انګړ کي سوی دی او د امريکايي سرتېرو په ګډون ځيني افغان سرتېري هم وژل سوي دي.

برید یوه افغان پوځي کړی چي شپږ بهرني سرتېري پکي وژل سوي او برید کوونکی هم وژل سوی.

خو په افغانستان کي د پرېکنده ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د ننګرهار پېښه کي دوه امریکايي سرتېري وژل سوي او شپږ نور ټپیان دي.

په خبرپاڼه کي راغلي، د افغان ځواکونو په یونیفورم کي یوه کس پر افغان او امریکايي ځواکونو ډزې وکړې.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل رسنیو ته ویلي: “پرون په شېرزادو ولسوالۍ کي پر پرېکنده ملاتړ او افغان کومانډو ډزې سوې. د افغان کومانډو ۳ غړي او د پرېکنده ملاتړ څو کسه ټپیان سوي. مقابل ډزو کي د ملي اردو بریدګر غړی وژل سوی، تر اوسه مالومه نه ده چي دا نفوذي کس و، تېروتنه وه او که کومه بله پېښه. د ځواکونو ترمنځ نښته نه وه.”