کور / راپور / د محمد محقق زوی باقر محقق د خپل ورور په ډزو وژل سوی دی

د محمد محقق زوی باقر محقق د خپل ورور په ډزو وژل سوی دی

نن نهه نيمې بجې د کابل ښار په کارته سه سيمه کې د اجرايه رياست د لومړي معاون حاجي محمد محقق د دوو زامنو حسين محقق او باقر محقق تر منځ شخړه سوې چي په نتيجه کي يې باقر محقق وژل سوی او پنځه تنه یې ساتونکي يې ټپيان دي.

 خپله حسين محقق هم ټپي دی او دا مهال ټپيان ټول د ملي امنيت روغتون ته لېږدول سويدي.

د پېښې ځای ته پوليس رسېدلي او قضيه د تعقيب لاندې ده.