په جرحه او تعدیل کې د امام أبوحنیفه رحمةالله علیه مقام
Aziz Rahman Hazim
لیکوال: مولانا عزت الله درویش
د جرحې او تعدیل د علم اهمیت له اهل علم او د دغه فن له پوهانو پټ نه دی، امام علي بن مدیني فرمایي:
” أشرف العلم: الفقه فی متون الحدیث، و معرفة أحوال الروّاة ” .
تر ټولو اوچت علم د احادیثو په متونو کې فقاهت او د راويانو د احوالو پیژندنه ده. ( منهاج السنة: 7/ 428)
او دغه علم دومره اړین دی چې دده په سبب صحیح حدیث او غیر صحیح حدیث پیژندل کیږي، امام ابوحنیفه رحمه الله له دغو دواړه سمندرونو څخه مستفید وو .
اګر که امام ابوحنیفه رحمه الله په دې اړه کوم ځانګړی او مستقل کتاب نه لري ، خو نوموړي ته په دغه فن کې مکمل مهارت او عبور تام حاصل وو ، او له ده څخه د ځېنې اشخاصو په اړه څه اقوال رانقل شوي دي چې د دغه فن علماؤ دغه اقوال په خپلو کتابونو کې لیکلي دي او هغه یي د ذکر وړ بللي دي ، دلته مونږ د هغو اقوالو یوه برخه راوړو تر څو دعلماؤ په نیزد په جرحه او تعدیل کې د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله له مقام څخه خبر شو .
① _ امام الجرح والتعدیل شمس الدین الذهبي رحمه الله په «تذکرة الحفّاظ» کې د امام ابوحنیفه یادونه کړې ده، علامه ذهبي په دغه کتاب (تذکرة الحفاظ) کې د هغو کسانو او اشخاصو نومونه را وړي چې د هغوي اجتهاد د افرادو د توثیق او تضعیف کولو په اړه مقبول وي.
نوموړی لیکي: “هذه تذکرة بأسماء معدلی حملة العلم النبوی ومن یرجع إلی إجتهادهم فی التوثیق والتضعیف، و التصحیح و التزییف، و بالله أعتصم وعلیه أعتمد و إلیه أنیب ” .
همدارنګه علامه ذهبي په «ذکر من یعتمد قوله فی الجرح و التعدیل» کې او علامه سخاوي د «المتکلّمون فی الرّجال» په رساله کې د امام ابوحنیفه رحمه الله نوم د جرحې او تعدیل د علماؤ ترڅنګ لکه:
امام أعمش، امام مالک، امام ثوري، امام اوزاعي و… ذکر کوي .
امام ذهبي لیکي :
“فلمّا کان عند إنقراض عامّة التّابعین فی حدود الخمسین و مئة، تکلم طائفة من الجهابذة فی التوثیق و التضعیف، فقال أبوحنیفة: ما رأیت أکذب من جابر الجعفی و ضعّف الأعمش جماعةً، و وثق آخرینَ …”.
( أربع رسائل فی علوم الحدیث: صفحه 175).
دغه رنګه امام ذهبي په «تذکرة الحفاظ» کې د امام جعفر بن محمد الصادق په تذکره کې د امام اعظم قول را نقل کړی او فرمایي :
« و عن أبی حنیفة: ما رأیت أفقه من جعفر بن محمّد».
② _ علامه سخاوي فرمایي :
” فلمّا کان عند آخر عصر التابعین و هو حدود الخمسین و مئة، تکلّم فی التّوثیق و التجریح طائفة من الأئمّة: فقال أبوحنیفة: ما رأیت أکذب من جابر الجعفی، وضعّف الأعمش جماعةً، و وثق آخرینَ …”.
(أربع رسایل فی علوم الحدیث: صفحه 97)
③ _ رئیس المحدّثین سفیان بن عیینه چې صحاح سته خصوصاً صحیح مسلم د هغه له روایاتو او احادیثو څخه ډک دی ، فرمايي:
هغه لومړنی کس چې زه یې محدّث وګرځولم ، امام اعظم أبوحنیفه وو:
” أول من أقعدنی للحدیث أبوحنیفة، قدمت الکوفة فقال أبوحنیفة: إنّ هذا أعلم النّاس بحدیث عمرو بن دینار، فاجتمعوا علیّ، فحدّثتهم” .
(الجواهر المضیئة: 1/ 30 او الخیرات الحسان د إبن حجر مکی: صــ 28- 29)
د امام سفیان بن عیینه دا وینا په علم حدیث کې د امام اعظم رحمه الله پر مقام او دده پر جرحه او تعدیل باندې د علماؤ په اعتماد دلالت کوي .
نو امام اعظم رحمه الله يواځې محدث نۀ وو ، بلکه نور یې هم محدثین جوړ کړي .
④ _ امام ترمذي رحمه الله هم د امام ابوحنیفه قول معتبر بللی او په خپل کتاب «العلل» کې یي روایت کوي:
«حدثنا محمود بن غیلان، عن جریر، عن یحیی الجمانی، سمعت أباحنیفة یقول: ما رأیت أکذب من جابر الجعفی، و لاأصدق من عطاء».
( تهذیب التهذیب: 2/ 48)
و قال أبوقطن عن أبی حنیفة: نعم حشو المصر هو( أی شعبة)». (تهذیب التهذیب: 4/ 344)
⑤ _ امام بیهقي رحمه الله هم د امام ابوحنیفه رحمه الله قول معتبر بللی او فرمایي :
« … سمعت أبا سعد الصنعانی وقام إلی أبی حنیفة فقال: یا أباحنیفة! ما تقول فی الأخذ عن الثّوری؟ فقال: أکتب عنه، فإنّه ثقة، ما خلا أحادیث أبی إسحاق عن الحارث و حدیث جابر الجعفی».
(الجواهر المضیئة: 1/ 30)
دا داهل علم په نیزد په فن د احادیثو او په جرحې او تعدیل کې د امام اعظم د شان پر عظمت باندې دلالت کوي چې له ده څخه د امام ثوري رحمه الله په څیر د لوی محدث او فقیه د شخصیت په اړه پوښتنه کیږي .
همدا راز امام بیهقي فرمایي:
« و لو لم یکن فی جرح جابر الجعفی إلا قول أبی حنیفة، لکفاه به شرّاً، فإنّه رآه وجرّبه و سمع منه ما یوجب تکذیبه فأخبر به » .
که د جابر جعفي په اړه د امام اعظم له قول څخه علاوه بل قول هم نه وای نو یواځې د امام اعظم رحمه الله قول دهغه د شرارت د بيان لپاره کفایت کولو، ځکه امام اعظم هغه لیدلی او آزمویلی دی او هغه څه یي اوريدلي چې تکذیب یي ثابت وي .
( القراءة خلف الإمام: 1/ 157).
د امام بیهقي په نیزد په جرح او تعدیل کې د امام اعظم رحمه الله مقام ته وګورئ، چې یواځې د ده قول د یو شخص د مجروح کولو لپاره کافي ګڼي.
⑥ _ علامه عبدالرحمن إبن جوزي هم په «الموضوعات» او علامه إبن حزم په «المحلي في شرح المجلي» کې د امام اعظم جرحه پر جعفي باندې را نقل کړې ده، علامه ابن حزم لیکي:
”جابر الجعفي کذاب، و أول من شهد علیه بالکذب أبوحنیفة “ .
جابر جعفي کذاب دی او تر ټولو دمخه دده په دروغجن کیدو امام ابوحنیفه شهادت کړی.
(انجاء الوطن، صــ: ۳۱)
⑦ _ ابو سلیمان جوزجاني فرمایي:
« سمعت حماد بن زید یقول: ما عرفنا کنیة عمرو بن دینار إلا بأبی حنیفة، کنّا فی المسجد الحرام و أبوحنیفة مع عمرو بن دینار، فقلنا له: یا أباحنیفة!
کلّمه یحدّثنا، فقال: یا أبامحمّد! حدّثهم و لم یقل یا عمرو! » .
ما له حماد بن زید څخه واوریدل چې وېي ویل :
زه د امام ابو حنیفه په وسیله باندې د عمر بن دینار په کنیه باندې وپوهیدلم، یوه ورځ په مسجدالحرام کې وو او امام له عمرو بن دینار سره هم و ، امام ابو حنیفه ته مې وویل: عمرو ته ووایه چې مونږ ته حدیث بیان کړي، امام اعظم عمرو بن دینار ته وویل :
ای ابو محمّد! دوي لپاره حدیث بیان کړه او وېي نه ویل یاعمرو!
(الجواهر المضیئة: 1/ 31).
د امام حماد بن زید علمي شخصیت د اهل علمو نه پټ نه دی، د ده له روایاتو څخه د احاديثو کتابونه ډک دي . دداسې يو کس قول چې وایي مونږ د عمروبن دینار کنیه د امام اعظم په وسیله زده کړه او دا د امام اعظم رحمه الله د احادیثو د رجالو پر پیژندنه باندې دلالت کوي او بل مطلب چې له دغې واقعې څخه درک کیږي هغه دخلکو او د سترو محدثينو په نیزد د امام اعظم رحمه الله مقام دی چې د احاديثو د بزرګانو څخه د احادیثو د اوریدلو لپاره ده ته متوسل کیږي .
همدا شان امام فرمایلي دي:
«قاتل الله جهم بن صفوان و مقاتل بن سلیمان، هذا أفرط فی النفی، و هذا أفرط فی التّشبیه».
( الجواهر المضیئة 1 /31)
او حافظ په (تهذیب التهذیب: 10 / 281) کې را نقل کوي : « قال إسحاق بن إبراهیم: قال أبوحنیفة: أتانا من المشرق رأیان خبیثان، جهم معطل، و مقاتل مشبه»، وقال محمّد بن سماعة عن أبی یوسف عن أبی حنیفة: أفرط جهم فی النّفی، حتّی قال: إنّه لیس بشئ، و أفرط مقاتل فی الإثبات، حتی جعل الله تعالی مثل خلقه».
⑧ _ امام أبوحیّان أندلسي فرمایي :
« و قال الثوری، و أبوحنیفة و یحیی بن آدم:
غلب حمزة النّاس علی القرآن و الفرائض».
(البحر المحیط: 3/ 159).
د پورته ذکر شوو عباراتو په رڼا کې دا خبره واضح شوه چې د امام صاحب اقوال د جرح او تعدیل په باب کې په اعلی سطحه معتبر دي، همدارنګه د رجالو په کتابونو لکه:
(تهذیب الکمال) د امام مزي ، (تهذیب التهذیب) د امام ذهبي ، (تذهیب التهذیب) د حافظ ابن حجر او داسې نورو… د جرح او تعدیل کتابونو کې د امام صاحب متعلق مزید اقوال لیدلی شئ!
او لکه څنګه چې امام صاحب د رجالو له پیژندونکو څخه دی ، نو ځکه محدثینو د ده په قول اعتماد کړی، او دده دثقاهت او عدالت له کبله یي قول د ذکر قابل ګڼلی دی.