کور / #PTM / پاکستاني رياست د پي ټي ايم ښځينه فعالاني بېرته خوشي کړې

پاکستاني رياست د پي ټي ايم ښځينه فعالاني بېرته خوشي کړې

پاکستاني رياست د پښتون ژغورني غورځنګ درې فعالاني لورلايي ته د تګ پر مهال نيولي، خو تر څه ځنډ وروسته يې بېرته خوشي کړې.

د پي ټي ايم فعالاني ثناء اعجاز، وړانګه لوڼۍ او عارفه صديق هغه مهال پوليسو ونيولې، چي هغوی په لورلايي کي ددغه غورځنګ غونډي ته پر لاره وې.

نن په د ږوب په مرکز لورلايي کي د پښتنو سره د کېدونکي ظلم پرضد اود شهيد ارمان لوڼي د تلين په ياد يوه ستره جلسه رابلل سوې ده چي دا مهال پکي په زرګونو کسانو ګډون کړی دی.

دپښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال فضل خان ایډوکیټ په ټوئټر لیکلي ثناء اعجاز، او وړانګه لوڼۍ دلولایي جلسې نه د منع کولو په موخه پولیسو نیولي او تاڼې ته یې بېولي دي.

هغه وایي “کوم ریاست چې دښځو نیولو ته لاس واچوي نو پوئ شي چې هغه ویریدلی دی”

د شهيد ارامان لوڼي په ياد او د مشر منظور پښتين د نيولو پرضد په پراخه کچه لاريونونه روان دي او په زرګونو کسان په لورلايي کي د پي ټي ايم په جلسه کي د پښتنو سره د روان ظلم پرضد شعارونه ورکول کېږي.

.