کور / #PTM / په لورلايي کي ملي شهيد “ارمان لوڼي ” لومړی تلین ولمانځل شو

په لورلايي کي ملي شهيد “ارمان لوڼي ” لومړی تلین ولمانځل شو

د پنجابي ظالم رياست د جبري خنډونو ، بنديزونو ،ناروا چاپو اچونو ، پر چيک پوسټونو باندي د قافليو د حصارولو د وړانګي لوڼۍ چي د شهيد ارمان خور ده ، د اغلي ثنااعجاز ، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي اغلي عارفه صديق په شمول ديو شمېر نورو پښتنو مبارزو خويندو د ناروا ګرفتارۍ سره سره بیا هم د ملي شهيد افغان شهيد ارمان لوڼي د لومړي تلين او د مشر منظور پښتون صاب د ناروا ګرفتارۍ په خلاف نن د محکومي جنوبي پښتونخوا په تاريخي ښار او لايي کي لويه بريالي احتجاجي غونډه تر سره سوه ،


په ياده غونډه کې د ملي شهيد ارمان لوڼي په قتل رياستي ادارې تورني وبلل سوې او دلر او بر پښتانه افغان ملت د ځوان رهبر سپېڅلی مشر منظور پښتون صاب د ناروا ګرفتارۍ خلاف هم سخت غبرګونه وښول سول او د هغه د ژر تر ژره د خوشي کيدو غوښتنه وسوه ،

دلورلايي غونډه د پنجابي ظالم رياست. پر مخ د پښتنو افغانانو دیوالي يوه بله درنه څپېړه وه .
ژوند ژوند پښتون ژغورني غورځنګ .