کور / #PTM / کراچي کي د شهيد ارمان لوڼي په ياد او د منظور پښتين د خوشي کولو لپاره ستره جلسه وسوه

کراچي کي د شهيد ارمان لوڼي په ياد او د منظور پښتين د خوشي کولو لپاره ستره جلسه وسوه

نن د فبرورۍ پر ۹ نېټه په کراچي کي د شهيد ارمان لوڼي په ياد يوه ستره غونډه جوړه سوې وه، چي په زرګونو پښتنو پکي ګډن کړی وو.

د پښتون ژغورني غورځنګ د کراچي مشر نور الله ترين وايي، چي دا غونډه د شهيد ارمان لوڼي په ياد او د مشر منظور پښتين د خوشي کولو لپاره جوړه سوې وه.

ښاغلی ترين وايي، چي په غونډه کي کراچي مېشتو پښتنو ګډون کړی او د غورځنګ ګڼ غړي او مخکښان ورغلي دي.

بل خوا په لورلايي کي هم د ارمان لوڼي په ياد او منظور پښتين د راخوشي کولو لپاره يوه ستره جلسه ترسره سوه.

د پنجابي ظالم رياست د جبري خنډونو ، بنديزونو ،ناروا چاپو اچونو ، پر چيک پوسټونو باندي د قافليو د حصارولو د وړانګي لوڼۍ چي د شهيد ارمان خور ده ، د اغلي ثنااعجاز ، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي اغلي عارفه صديق په شمول ديو شمېر نورو پښتنو مبارزو خويندو د ناروا ګرفتارۍ سره سره بیا هم د ملي شهيد افغان شهيد ارمان لوڼي د لومړي تلين او د مشر منظور پښتون صاب د ناروا ګرفتارۍ په خلاف نن د محکومي جنوبي پښتونخوا په تاريخي ښار او لايي کي لويه بريالي احتجاجي غونډه تر سره سوه ،

په ياده غونډه کې د ملي شهيد ارمان لوڼي په قتل رياستي ادارې تورني وبلل سوې او دلر او بر پښتانه افغان ملت د ځوان رهبر سپېڅلی مشر منظور پښتون صاب د ناروا ګرفتارۍ خلاف هم سخت غبرګونه وښول سول او د هغه د ژر تر ژره د خوشي کيدو غوښتنه وسوه ،

دلورلايي غونډه د پنجابي ظالم رياست. پر مخ د پښتنو افغانانو دیوالي يوه بله درنه څپېړه وه .
ژوند ژوند پښتون ژغورني غورځنګ .