پرځېدلئ پښتون

سالم تنقېد چي د نظر د آزادي ښکارندوېه دي پر تارېخ ، حال ، او راتلونکي باندي هم کېدلاي شي . د ېوه مذهبي استدلال په توګه چي د اصول حدېث له اصل الاصول څخه ګڼل کېږي ،هغه دا چي جرح (تنقېد) مقدم ده او تعدېل وروسته دي ، دا وېلاي شو چي پر مذهبي مقدساتو هم د سالم تنقېد حق هر اهل راېه او باشعوره انسان ته حاصل دي .
دحدېثو په رواېت او دراېت کښي هم پر راوېانو چي صحابه دي لومړي جرح ترسره کېږی کله چي هغه راوي ثقه (اعتبارې) وخېږي بېا تعدېل رامنځ ته کېږي او دهغه راوي ېا راوېان د کېفېت له مخي د حدېثو کېفېت  ټکل کېږی  چي دا حدېث قوي دي ضعېف او ېا متروک .
زموږ د پښتنو تارېخ له وېاړه ډک وو  ولي پدي ټول تارېخ کښي ېو داسي تارېخ ساز مدبر نه لېدل کېږی چي دخپل نسل پښتنو د راتلونکي لپاره دي کوټلي ګامونه اخستي وي دوي ېواځي د وخت پر حالاتو نظر درلود کنه نن به واقعتا زموږ دا حال نه واي .
په احمد شاهي کښي چي د پښتنو د عروج لمر ځلېدي او ددوي د توري شرنګ په ټوله اسېا کښي غورځنګ کاوه غلېم ېي له تېښتي ځاي په ځمکه کښي غوښت ولي زموږ د وخت مشران چي البته موږ دا نه واېو چي ددي زمه داره ېواځي لوي احمدشاه بابا ېا د دده کورني ده بلکه په مجموع کښي افغاني او پښتني ټولنه د ېورپ له صنعتي او ټېکنالوجېکل انقلابه څخه بېخي ناخبره او ناګمانه ول .
له هغي ورځي بېا ترننه د پښتنو حالت په سېاسي ، ټولنېز ، اقتصادي ، او فرهنګي توګه مخ په ځوړند روان دي .
او هغه قومونه چي زموږ لاسپوڅي ول نن زموږ دسرونو غوڅونکي اوخرڅونکي دي .
موږ ته که څه هم په معنوي مېراث کي د خپلو مشرانو او اتلانو د مړاني او سرښندني لوي تارېخ پروت دي ولي په مادي مېراث کښي موږ ته له ترقي ، پرمختګه پاتي داسي ېو جاهله او سرټمبه ټولنه او هېواد راپاتي شو چي غلېمانو ټوټه ټوټه کړي او د خپل جبر تر تور سېوري لاندي ېي ساتلي دي .
د ټولني کبر او جهل مو دي حد ته رسېدلي دي چي نن موږ په خپله ناکامي ، غلامي ، او پسماندګي نه خبر ېو او نه راسره احساس شته اوحتي ترډېره خو ددي  واقعتونو منلو ته هم نه ېو تېار .

نن موږ ته د نورو پرېشانېو او تکالېفو سره ېوځاي د خپل پلورونو له وېاړه ډک تارېخ هم پاتي دي چي ګام پر ګام موږ زوره وي . کله چي موږ دي تارېخ ته ګورو نو خپل ضمېر هېڅ کله پدي اوسني ترنګلي حالت نشو مطمېنه ولاي .
له ېوي خوا زموږ ټولنه ، مشرتابه ، سېاسي مشران او فرهنګي قدرونه دخپلو پخوانېو پښتني اخلاقېاتو او مورال څخه لېري کېږي ، چي دنن د مادي دور اثرات پر موږ نېغ په نېغ اثر کوي زموږ ټولنه په اخلاقي توګه ورنه متاثره کېږي ددي ځانځاني په زمانه کښي له موږه هغه پخواني پښتو چي ننګ ، غېرت ، سخاوت ، همدردي ، زړه سواندي د مشرانو عېزت ، سوله او پخلاېنه دې، هرڅه پاتي دي له بل لوري موږ د اوسني مادي دنېا له نوي اخلاقي قدرونو څخه هم لېري ېو چي هغه د سټېټ او ارګناېزېشن په شکل د انسانېت د رفاه او خدمت خلق جزبه ده .
زموږ هغه پښتانه وروڼه چي په خارج کښي اوسي هم ترننه ېي ځانونه دنوي نړي له کلتور سره نه اشنا کړي او نه هم عېار کړي دي . ولي چي دده خپله مېنه او سېمه ترننه له دي خبرو سره نا اشنا ده او دا ټکي دده د لاشعور ېوه برخه ګرځېدلي ده ، دا ځکه چي پښون له خپله ټاټوبي او هېواده سره بېکچه مېنه لري . نو ترڅو چي دده خپل ټاټوبي ترقي نوي کړي دي هم په لاشعوري توګه ددي جوګه نشي کېدلاي چي دنړي والي ټولني ددي اوسني بهېر غړي شي  .
نو ددي ناخوالو علاج پدي کښي دي چي باېد موږ پر خپل تارېخ ، حال او راتلونکي باندي تنقېدي تبصري او خواله وکړو د ادب او فرهنګ په چوکاټ کښي ددي اوسني ناخوالو علتونه وڅېړو تر علاج له مخه دمرض تشخېص ډېر ضروري دي چي لومړي موږ ددي اوسني مادي او معنوي پسماندګي علتونه پېدانکړو تر هغو خداي خبر چي موږ د کوم مسېحا په لکړه د غفلت له دي ژور خوبه راپاڅو .