کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / سيند بيا د وينو تږی ښکارې

سيند بيا د وينو تږی ښکارې

د پاکستان د سېند اېالت په کراچي ښار کښي له څو اونېو راپدېخوا د هندوستاني تش په نامه مهاجرو د تنظېم  اېم کېو اېم له لوري په پراخه پېمانه دا پروپاګند روان دي چي په کراچي کښي طالبان راوچت شوي دي او باېد مخ نېوي ېي وشي  .
دا ډانډوره ېو داسي غشي دي چی دوي ورباندي شل ښکاره کوي . لومړي غواړي چي په سېند کښی د پېپلز ګوند لخوا د رامنځ ته شوي اېتلافي حکومت بدنامي وکړي او کمزورۍ ېي ثابت کړي . دوهم دوي غواړي چي لدي لاري دخپلو ترورېستانو لپاره د لسګونه زره مېله وسلو لاسنسونه لاس ته راوړي او بېا خپلي ګڼ مېشتي سېمي نوګو اېرېاز وګرزوي او ددوي د تورو کارنامو پرخلاف د اوسني حکومت د ممکنه اپرېشن څخه دځان ژغورل ممکن کړي .
له بل لوري دوي غواړي چي خپلي اصلي موخي ته ځان ورسوي او هغه داده چي پر کراچي خپل کانترول ټنګ کړي او دجناح پور د جوړولو لپاره ېواځني خنډ پښتانه وټکوي چي نور کراچي ته رانشي او که چېري د امرېکاله لوري په قباېلو او ېا ملحقه پښتنو په سېمه کښي د طالبانو پرضد عملېات پېل شي نو امکان لري چي په ګڼ شمېر کښي پښتانه کراچي ته مخه راوکړي نو ځکه دوي د حفظ ماتقدم په توګه غواړي چي له اوسه نه پښتنو ته دا پېغام ورکړي چي په کراچي کښي حالات ترنګلي دي او ددوي ژوند هلته نشي تضمېنېدلاي .
لدي امله دوي په لومړي قدم کښي د کراچي دښار په هغو برخو کښی چي ددوي اکثرېت پکښی دي د پښتنو چي اکثره ېي د کوېټي اوسېدونکي دي د هوټلونو او دوکانونو په بندولو پېل وکړ .
شل درېش نامعلوم وسله وال ورځي هوټل ته ېي اور وراچوي او ېا ېه شېان ورماتوي هلکان وهي او د پراټو په ګرم تبخي ېي لاسونه ورنېسي او سوځي ېي بېا ورته واېه چي ځي ولاړ شي که بېا راغلاست نو ژوندي بېرته نشي تلاي .
پدي هکله څه ناڅه د پښتون اېکشن کمېټي له لوري حرکت پېل شوي دي ولي تراوسه زېات پښتانه چپه خوله دي .


که څه هم زما مطلب داندي چي پښتانه دي په ورته عمل لاس پوري کړي او شرته دي ملا وتړي البته دومره کولاي شي چي له اېم کېو اېم او دسېمي له چارواکو سره له نژدي وګوري آخر له جنګه پرته نوري لاري چاري هم ډېري شته .
پدي لار کښي د مذهبي ډلو او ګوندونو خاموشي هم ډېره دتعجب وړ ده ولي چي نن پر پښتانه دطالب ټاپه وهل کېږي او د پاکستاني ملا عمر لخوا بېا په ډېر احمقانه او بېباکانه توګه پر ټلوېژن دا خبره منل کېږی چي هو موږ په کراچي کښي فعالېت لرو .
مهاجر خو اوبه خړوي او ماېان پکښي نېسي که نه نو په کراچي د طالباناېزېشن مرکزونه دوي ته معلوم دي چي همدا ددوي تورمخي مهاجر ېي چلوي چي ښي بېلګي ېي ضرب مومن ، الرشېد ټرسټ ، جامعته الرشېد ، هارون اباد د حرکت المجاهدېن مرکز او داسي نور ځاېونه دي . اخر د خوار کوېټه وال پښتانه په هوټل کښي څه طالباناېزېشن دي او څه د ګډوډي لپاره وساېل هېله ده چي له هوښېاري کار واخلو او دا لانجه پداسي توګه حل شي چي هم دپښتنو د سراومال د خوندي توب تظمېن ترلاسه شي او هم ددوي عزت او ابرو څه صدمه ونه وېني .