کور / شعر / زما د خيال لنډی

زما د خيال لنډی

د طو فانی دنيا ته ګوری
پرموږئی واچول د درست جهان غمونه


دطو فانی دنيا ته ګوری
چی می جانان دکلی کډی بار وينه


دطوفانی دنيا ته ګوری
چی می اشنا دبل په غيږکی اچوينه


د طوفانی دنيا ته ګوری
کله می پورت کله ښکته ګرځوينه


د طوفانی دنيا ته ګوری
چی خوږ اشنا نه ئی جدا ايستلی يمه



زلفی
زلفی د پټی په ټيکری<سالو>کړه
په هر يوه تار ئی خاماران وينم مئنه


زلفی د پټی په ټيکری کړ ه
ماران خو نه دی څوګ به وچيچی مئينه
زلفی دپټی په ټيکری کړه
چی موراو پلار درباندی وکړی صفتونه


زلفی د پټی په ټيکری کړه
د ماشومانو کش به خلاصه شی مئنه
زلفی د پټی په ټيکری کړه
زما زړګی ترېنه کوړي ده ورک به شينه



سترګی
سترګی د پورته نه کړی ياره
د رقيبانو ننداره به شی مئنه
سترګی د پورته نه کړ ی ياره
دا اوسنی زلمی د چشمو جنګ کوينه


سترګی د پورته نه کړی ياره
د ستا کاته می تل په ويښه زنګاوينه
سترګی د پورته نه کړی ياره
د عاشقانو ليلا تل حيا کو ينه


سترګی د پورته نه کړی ياره
دا تور زما دی سپين ئی بد بريښی مئنه



شونډی
شونډی د سری نه کړی جانانه
خايست هغه دی چی الله درکړی وينه


شونډی د سری نه کړی جانانه
د غمو ورځ ده په رنګ څه کوی مئنه


شونډی د سری نه کړی جانانه
په سرو ګلا بو اغذی مه شينده مئنه


شونډی د سری نه کړی جانانه
چاودلی شونډی ما په ګل منلی دينه