کور / راپور / د سختو واورو له امله د سالنګ لويه لار تړل سوې ده

د سختو واورو له امله د سالنګ لويه لار تړل سوې ده

د سالنګونو د حفظ او مراقبت څانګي مسؤول سميع الله ولي زاده وايي، چي تېره شپه د سخت اورښت او طوفان له امله د سالنګ لويه لار د ترافيکو پر مخ بنده سوې ده.

نوموړي وويل، چي تېر ماښام واوره د طوفاني بادونو سره مل وه، نو په همدې خاطر موټرچلونکو ته لاراو ليکه نه مالومېږي.

ښاغلی ولي زاده وايي، چي د احتياط لپاره به نن هم د سالنګ لويه لار بنده وي.