کور / #PTM / پي ټي ايم په ډېره اسماعيل خان کي د منظور پښتين د نيولو پرضد ستره جلسه جوړوي

پي ټي ايم په ډېره اسماعيل خان کي د منظور پښتين د نيولو پرضد ستره جلسه جوړوي

پښتون ژغورني غورځنګ د فبرورۍ پر ۱۶ نېټه په ډېره اسماعيل خان کي د يوې جلسې د جوړولو اعلان کړی دی.

دا جلسه د غورځنګ د مشر منظور پښتين او د غورځنګ د نورو فعالانو د ګرفتارۍ پرضد جوړېږي او دلته به د رياست څخه د هغوی د خوشي کولو اواز اوچتېږي.

د پي ټي ايم يو بل مشر او فعال محسن داوړ ويلی، چي د رياستي جبر او ستم پرضد به دا جلسه جوړوي او له ټولو پښتنو څخه هيله کوي چي دې غونډي ته حاضر سي او خپل د حق غوښتنه وکړي.