کور / راپور / د سولي شورا: د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولي هوکړه به ډېر ژر لاسليک سي

د سولي شورا: د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولي هوکړه به ډېر ژر لاسليک سي

د افغانستان د سولي عالي شورا وايي، چي په نږدې راتلونکي کي به د امريکا او طالبانو ترمنځ يوه هوکړه لاسليک سي او دوی هم ددې هوکړي ملاتړ کوي.

د دې شورا د اجرائیه بورډ غړي عبدالحکیم مجاهد وايي: “داسي مالومېږي چي کېدای سي په ډېر نږدې کي د طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ هغه توافقات لاسلیک سي چي په هغه کي د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش تر بحث لاندې دی او د سولې عالي شورا د دې خبر هرکلی کوي.”

بل خوا نيويارک ټايمز په خپل تازه راپور کی د يو  امريکايي چارواکي له قوله ليکلي چي ولسمشر ټرمپ په مشروط ډول د طالبانو سره هوکړه تاييد کړې ده.

په دغه راپور کي ويل سوي، چي ټرمپ تېره دوشنبه ددې هوکړي په هکله لومړنی توافق کړی دی.

دغه امريکايي چارواکي نيويارک ټايمز ته ويلي، چي د امريکا او طالبانو ترمنځ مشروطه هوکړه په دې پوري تړلې ده چي طالب وسلوال به تاوتريخوالی کموي او په مقابل کي به يې امريکايي ځواکونه ته له افغانستان څخه د وتلو لار هوارېږي.

په راپور کي ويل سوي، چي دغه هوکړه به هغه مهال لاسليک سي چي طالبان د تاوتريخوالي د کمولو لپاره عملي ګامونه اوچت کړي.

دا په داسي حال کي ده چي تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله سره  ټلفوني خبري وکړې او د طالبانو سره د مذاکراتو د پرمختګ په هکله يې مالومات ورکړل.