کور / راپور / دايکنډي کي د واروري ښويدلو له امله ۷ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی

دايکنډي کي د واروري ښويدلو له امله ۷ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی

په دايکنډي ولایت کی د واوري ښويدني له امله ۷ تنو خپل ژوند بايللی دی او په لسګونو څاروي وژل سوي دي.

د دايکنډي ولایت د والي ويانده سکينه احساني وايي، چي تېره شپه د مرکز په نيلي سيمه کي او همداراز په اشترلي  او ميرامور سيمه کي د واوري ښويدني  پېښي رامنځ ته سوې دي.

د آغلي احساني په وينا چي ژغورنکی ټيم د خلګو سره د مرستي لپاره سيمي ته تللی  دی.