کور / #PTM / د ملابهرام اخوند ضمانت منظور سوی، خو پوليسو لا نه دی خوشي کړی

د ملابهرام اخوند ضمانت منظور سوی، خو پوليسو لا نه دی خوشي کړی

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ مشر ملابهرام اخوند او ورسره ملګري چي د پاکستاني رياست لخوا نيول سوي وه، ضمانت يې منظور سوی دی، خو لا يې هم پوليس نه خوشي کوي.

ملابهرام او ورسره ملګري يې د فبرورۍ پر نهمه نېټه د پي ټي ايم د لورلايي د جلسې څخه د چمن پر لور روان وه چي پاکستاني پوليسو او استخباراتو ونيول او په تشدد يې نامالوم لوري ته ولېږدول.

ددې پېښي وروسته هغوی د پوليسو په لاس کي ولوېدل او عدالت ورته ضمانت منظور کړ، خو لا هم د پوليسو په ولکه کي دي او د خوشي کولو اراده نه لري.

.