د بشري حقونو کمېسون: د پي ټي ايم د پلويانو پرضد مقدمې درجول غير آيني عمل دی

Aziz Rahman Hazim | فبروري 13th, 2020


د پاکستان د بشري حقونو کمېسون وايي، چي د پښتون ژغورني غورځنګ د پلویانو پرضد مقدمې جوړول د آيين او قانون پرضد عمل دی او دا غير قانوني عمل بايد سمدستي ودرول سي.

ددغه کمېسون مشر ډاکټر مهدي حسن وايي، چي د پر امنه مظاهره چيانو پرضد د ترهګرۍ مقدمې لګول غير قانوني عمل دی او په دې سره ادارې او رياست ځان سپکوي، نو بايد له دا ډول کړنو څخه لاس واخلي.

د اسلام اباد ستري محکمې هم هغه سيمه ايز قاضي د سپيناوي لپاره رابللی چي د پښتون ژغورني غورځنګ د غړو پرضد يې مقدمې جوړي کړي وې.

د اسلام اباد يوې سيمه ايزي محکمې د منظور پښتين د نيول کېدو پرضد د ۲۳ احتجاج کونکو د مقدمو د درج کولو امر کړی وو.

دغه ۲۳ فعالان په اسلام اباد کي هغه مهال ونيول سول چي د پي ټي ايم د مشر منظور پښتين د نيول کېدو پر ضد يې احتجاج کاوه.

د اسلام اباد مد ستري محکمې ددغه ۲۳ کسانو ضمانت منظور او خوشي کړل.

د يادي محکمې مشر قاضي اطهر من الله د يادي مقدمې د اورېدني پر مهال وويل: “ دا څنګه کيسه ده، تاسي ( سيمه ايزي محکمې) لومړی پر سوله ايزو لاريون کونکو د بغاوت دفعي لګوئ او بيا هغه د ترهګرو په دفعو بدلوئ.”

مشر قاضي اطهر من الله ویلي” ولي یاید موږ دهغه چا پر ضد پلټني پیل نه کړو چاچې ددې مقدمو درج کولو امر کړی وو،سيمه ايز قاضي  باید محکمې ته وړاندې سي او سپیناوی وکړي چې هغه داسې امر ولې کړی وو.”

مشر قاضي دا هم ویلي چي ولي دي د سيمه ايز قاضي څخه عدالتي واک بیرته وانه خستل سي ؟ اؤ زیاته کړې یې ده چې موږ به دا دوسیه دهر چا دپاره یو مثال جوړوو.

د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتين په ګډون د دغه غورځنګ ګڼ فعالان د دروغو په مقدمو کي بنديوان دي.

Copyright Larawbar 2007-2024