کور / راپور / په کندز او غزني کي د بين الافغاني خبرو اترو په ملاتړ لاريونونه وسول

په کندز او غزني کي د بين الافغاني خبرو اترو په ملاتړ لاريونونه وسول

د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکي په کور دننه د سولي خبري غواړي

د کندز د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د جګړې حل په خپلمنځي خبرو کي دی.

هغوی چي د سولي ولسي حرکت له غړو سره ئې لاریون کي برخه اخستې وه وویل، طالبان او افغان حکومت دي نور پردیو ته نه په تمه کېږي، خپلو کي دي روغه جوړه وکړي.

د هغوی په وینا، پردیان نه یوازي دا چي موږ ته سوله نه راولي، بلکي د سیاسي موخو له پاره نور هم د سولي خبري پېچلي کوي.

په لاریون کي د دایمي اوربند او سولي غوښتنه وسوه او له ولسه وغوښتل سول چي نور ږغ پورته کړي.

بل خوا د غزني د مقر اوسېدونکي وایي، افغان حکومت او طالبان باید نور افغان وژنه پای ته ورسوي.

هغوی چي د سولي ولسي حرکت له غړو سره د یوه لاریون پر مهال د جګړې له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه وکړه.

د دغو اوسېدونکو په وینا، نور باید چا ته د سولي او امن په خاطر انتظار نه سو، نور خپله ولس لاس په کار سي.

په لاریون کي بیا ځلي د دایمي اوربند او سولي غوښتنه وسوه.