کور / سياسي / د جوبایدن پر تبصره تبصره

د جوبایدن پر تبصره تبصره

 

د امریکا د پخوانی جمهور رئیس مرستیال (جوبایدن) په امریکا کی د راتلونکی جمهوري ریاست د انتخاباتو د کمپین په سلسله کی په ۶ فبروري ۲۰۲۰م د امریکا په نیوهامپشر ښار کی وویل: « د افغانستان د متحد پآته کیدو امکان نسته». ده دا هم وویل «زه له اولي ورځي و افغانستان ته د امریکایي عسکرو د لیږلو مخالف وم».
دلته څو خبري د غور دي:
– جوبایدن د افغانستان او افغانانو تاریخ نه دی لوستی چی هر متجاوز طاقت ته هدیره ده. تر امریکا پخوا دلته روس، انګلیس او نورو هم خپلي ککرۍ خوړلي دي.
– په ۲۰۱۴م کی په افغانستان کی موجوده د ملی وحدت حکومت د جوبایدن ترهدایت لاندي جوړ سو. داچی ولی یې کار ورنکړ، معلومیږي چی جوبایدن او د هغه ادارې له همهغه وخته سم نیت نه درلود.
– جوبایدن وایی چی زه له اولی ورځي افغانستان ته د فوج د استولو مخالف وم. خو افغانستان ته همدغه جوبایدن دیرش زره اضافی فوج د جنرال مک کرستل په مشري واستاوه. دده د ماموریت په وختکی په افغانستان کی د امریکا او ناټو تقریبا ۱۵۰ رزه عسکر په جنګ او وژلو لګیا وه. په ۲۰۰۷ کی د جوبایدڼ دا خبره می ښه یاد ده چی ویلی یی وه له عراقه فوج راوباسئ او افغانستان ته یی واستوئ.
– ما په ۲۰۰۸م کی په امریکا کی د کانګریس خلکو ته ویلي وه: « لکه شوروي جنرالانو چی د ترفیع او مډال لپآره کریملن ته د افغانستان د جنګ په باب مسلسل غت غټ دروغ ویل، داسی ستاسی جنرالان هم تاسي ته د افغانستان د جنګ په باب دروغ وایي. زه په صفا ټکو درته وایم تاسی دا جنګ نه سی ګټلای». دادی جوبایدن خپله یو ډول اعتراف کوي چی پخپله دوره کی یی خپل قوم ته مسلسل ډیر دروغ ویلي دي. هغه په افغانستان کی ډیرو امریکایانو ته بیځایه مډالونه ورکړل چی یو خو یی په ۲۰۱۱م کی ومسترد هم کړ.
– د جوبایدن اخیراظهارات ښیي چی امریکایانو په دروغو ډنډورې وهلی چی موږ د افغانستان د ابادۍ لپاره مارشال پلان غوندي یو پلان په خیال کی لرو او د بیاودانولو د مصرف د کنترول لپاره یی د سرمفتش (سیګار) په نوم یوه اداره هم جوړه کړه. معلوم سول دا ټول دروغجنه ډندډوره وه؛ نو ځکه ملیاردونه دالر راغلل او ولاړل خو د عام ولس په کلیوالی ژوند کی یی کوم مثبت بدلون رانه ووست.
– د جوبایدن اظهارات د افغانانو تحقیر او د افغانستان له تاریخه د هغه د ناخبرۍ نخښه ده. ما دوه کاله مخکی د استانبول په کنفرانس کی نړیوالو ته چی هلته زموږ د ګاونډیانو نمایندګان هم حاضر وه وویل چی دومره لوی او اوږد مصیبت چی په سیمه کی پر هر بل هیواد راسي، جغرافیا او ټولنیز جوړښت به یی سالم پاته نه سی. افغان ملت یو مستحکم ملت دی چی ددغو ټولو ناخوالو سره هیڅ قوم منحیث قوم د افغانستان د تجزیې ږغ نه دی پورته کړی. دا ښيي چی افغانستان څومره یو مضبوط او واحد ملت لري.
– جوبایدن د امریکا د جمهوري ریاست لپاره ځان کاندید کړیدی. که بریالی سي، آیا افغان حکومت به کماکان خپل خوشخدمتۍ ته ادامه ورکړي‎؟ موږ باید پوه سو چی په لویه کی جوبایدن د امریکا د هر حکومت نمونه دی.
– د افغانستان د حکومت پر حال ډیر افسوس دی چی ددغسی منافقو او افغان دښمنه خارجیانو جغ کلونه کلونه پر اوږو وړي او د دولت مشرانو یې له بده مرغه هر هغه چا ته زموږ د تاریخ د یو ویاړلي مجاهد او غازي مډال ورکړیدی چی ډیر افغانان یی وژلی او ډیر دروغ یی ویلي دي. نور باید حکومت عبرت واخلی او د سولی یوه ملی ستراتیجی خپله کړي. راسئ له حالاتو عبرت واخلو او په ګډه خپل راتلونکی پخپله جوړ کړو.
داکتر فاروق اعظم
د افغانستان د سوله ییز بدلون د بنسټ مشر
۲۱ سلواغه ۱۳۹۸