کور / شعر / غــــــــــم غـــــــــــــــــــــزل

غــــــــــم غـــــــــــــــــــــزل

سیلاب د وینو را روان دی دتورتم له زړه  نه

دخندا مرګ جنازې اخلي د پرتم له زړه نه

نورنو د نوح په شان امید له زړونو ووتلو

شراب بهیږي دخدای کورکې د زمزم له زړه نه

ګوره ستا خپل کوردکفارو میکده شو، یاره ،

څه سپکې سپورې اورم نن ستا د حرم له زړه نه

موزیګی حورې خرڅوي په ابلیسانو دلته

اوښکې په لپو شوې روانې د شبنم له زړه نه

خال به دې یوسي دوحشت لښکرې غم مه کوه

دا تور چې تورکړي په  دې توره دصنم له زړه نه

پوهیږې چل یې ما وتاته دوژلو کړي دی

دا آهنګ اورم ددې نوي ډُول د ډَم  له زړه نه

رشید

د ۲۰۲۰  دفبروری ۱۴