کور / #PTM / د ګل مرجان هويت يې ولي له منځه يوړ؟

د ګل مرجان هويت يې ولي له منځه يوړ؟

ليکنه: ليکوال: ح، حقوېش

عطاالله مېنګل صېب چي کله د زندانه خلاص شو نو  لندن ته ولاړى، او ډير وخت هلته په لندن کښې پاتې شو. يو وخت چي پاسپورټ يې له وخته تېر شوى وو نو په لندن کښې يې د پاکستان سفارتخانې ته د تجديد لپاره ولېږلو. هغوى د عطالله مېنګل صېب پاسپورټ نه تجديد کولو او نه يې جواب ورکولو، له دې لاري يې هغه ډير تنګ کړى وو.

په دغه وخت کښې نسيم اهير چي له 1987ز کال څخه تر 1989ز کال پوري د پاکستان د کورنيو چارو وزير وو، د هغه يو بيان په ورځپاڼه کښې چاپ شوى وو چي کوم څوک پاکستان نه مني نو د هغه پاکستانى هويت به له منځه يوړل شي.

مېنګل صېب د پاکستان سفارت ته ليک وليږلو او د ورځپاڼي نه يې د نسيم اهير هغه بيان راپرې کړ او د خپل ليک سره يې ونښلولو. چي زه پاکستان نه منم زما هويت راته ختم کړئ چي د ځان لپاره کوم بل چيري غم وکړم.

بله ورځ ورته د سفارتخانې نه ټيليفون وشو چي ښاغلې ستاسو پاسپورټ تيار دى چيرته يې دروړو؟
مالومه خبره ده چي پنجابيان د شرافت په ژبه نه پوهيږي، ګوتې به يې له خولې ورتېروې او د سړي زامن به ورنه جوړوې.

ګل مرجان هغه انسان دى چي په ډيرو سختو حالاتو کي يې د پښتون ژغورني غورځنګ له غړيو ساتنه وکړه، د لورالائي جلسه يې په ډيرو سختو حالاتو کي جوړه کړه او په زرګونو انسانان يې د نورو ملګرو په مټ غونډي ته راوغوښتل. ځکه د پنجاب ادارو ددې غونډي د مخنيوي لپاره له هرې ممکنې لار کار واخيست تر څو د ارمان لپاره د حق چيغه خاموشه کړي. خو ګل مرجان د خپلو همسنګرو په مټ د پنجاب د ادارې د ټولو شومو هدافو مخه ونيوله. نو نن د پنجاب ادارې ځکه د هغه هويت له منځه يوړ چي ددوى په ګټه يې کار ونکړ.

خو دوى په دې نه پوهيږي چي ددوى تر هويت د نړۍ بل هيڅ هويت کمزورى نه دى، او که دوى په دې ډول پښتانه ډاروي چي موږ به يې له خپلي خاوري وشړو خو دا ډيره ناممکنه خبره ده، ځکه دا خاورو د پښتنو ده پښتانه پکښې استوګن دي، او پښتانه پکښې د خپل اختيار دي.

په دې دوى هم پوهيږي چي پښتانه په هيڅ ډول موږ له خپلي خاوري نه شو شړلى. دوى له دې لاري يوازي پښتانه بوخت ساتي څو هغه په کاغذي کارواي بوخت وي او دوى خپلي ګټي وکړي. ددوى دې پاليسي دوى ته ډيري ګټې هم رسولې دي چي زيات شمېر پښتانه يې په کاغذي کارواي کي سرګردانه کړي دي. ددوى داسي کړنې به بلاخر له پښتنو زغم واخلي او له يوې ممکنې لاري به کار واخلي!!!