محسن داوړ: پوځ صرف هغه پښتانه برداشتوي څوک چي د افغان طالبانو مرسته کوي.
Aziz Rahman Hazim
د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ او په قامي اسمبلۍ کي د شمالي وزيرستان استازی محسن داوړ واشنګټن پوسټ ته د پي ټي ايم د غوښتنو او د پوځ لخوا ددوی سره د تشدد کولو اړوند يوه مقاله ليکلې ده.
په دغه مقاله کي ښاغلي داوړ ويلي، چي پي ټي ايم د خپلو حقونو غوښتنه کوي او د پاکستاني پوځ څخه د هغه کسانو حساب غواړي چي ددغه هيواد پوځ او استخباراتو په شمالي او جنوبي وزيرستان کي اغوا کړي، وژلي او زندانونو ته لېږلي دي.
محسن داوړ وايي د بدلون لپاره په خپل تحریک کي دوي همېشه د عدم تشدد سخت اصول خپل کړي او دوي خپل ټول ګامونه د آیین د حدونو دننه ساتلو لپاره کار کړی کوم چي په واضحه توګه باندې د وینا او غونډو کولو اجازت ورکوي. خو بیا هم د دوي د تحریک غړي بندیزونو، نیولو او په ځنې وختونو کي د وژنو سره مخ کیږي.
د پي ټي ایم مشر وايي حکومت د جنورۍ په ۲۷تمه نېټه باندې د دوي مشر منظور پشتین د غدارۍ په تورونو کي ونیولو، دا هم هغه بهانه ده چي برطانوي سامراج به په څه وخت کي په هندوستان کي استعمالوله. محسن داوړ وايي په دویمه ورځ دی او د پښتون تحفظ مومنټ بل غړی علي وزیرد منظور پشتین دګرفتارۍ خلاف د احتجاج کولو په وخت ونیولی سو. نوموړی واي تېرکال هم دی د سیاسي سرګرمو په سر نیولی سوی وو او څلور میاشتې یې په قید کي تېرې کړي. علي وزیر او محسن داوړ وروستو ازاد کړی سو خو منظور پشتین تراوسه پورې په قید کي دی خو د هغه لپاره تراوسه پورې پي ټي ایم کوښښونه کوي.
په واشنګټن پوسټ کي لیکلې مقاله کي نوموړی وايي، د پاکستان پوځي جرنیلان مونږ یو خطره ګڼي ځکه چي مونږ د دوي د لویو منصوبو په لار کي ولاړ یو. دوي په انتظار کي دي چي کله به د افغانستان نه ټول امریکایي پوځیان ووځي چي دوي ته موقع ورکړي چي یو ځل بیا طالبانو ته په واک کي د راتلو هرکلی ووايي. خو زمونږ تحریک، کوم چي د طالبانو سره د پوځي مرستې غندنه کوي، ددوي لپاره یو چیلنج دی. پوځي جرنیلان د پاکستان صرف هغه پښتانه برداشت کولی سي څوک چي د افغان طالبانو مرسته کوي.
دا مقاله پر داسي مهال خپره سوې ده چي د پي ټي ايم مشر منظور پښتين او په لسګونو نور فعالان د پاکستاني رياست لخوا جېل ته لېږدول سوي او پر هغوی باندي د دروغو مقدمې جوړي سوي دي.