کور / سياسي / د پنجشيرخاطرې د First in  يويشتم څپركی

د پنجشيرخاطرې د First in  يويشتم څپركی

  ليکوال : جنرال ګیري سي شرون – د  سي آی اې پخوانی مامور
ژباړن : لاهور منګل – خوست
انلاين چاري : شمس خوستی – لراوبر ډاټ کام ( خوست ) ( ددې لړۍ ټولي برخي له دې ځايه ولولئ )

داووم اكتوبرپه سهارميوري ،پيلوټانواوبك دهغودېرشوكسانوسره چې دفهيم پواسطه زموږسره دپلټنواونجات د دندې دترسره كولولپاره ګمارل شوي ول،وليدل .

موږنه پوهېدوچې دڅه هيله وكړو،خوفهيم وويل چې دغه كسان دۀ دلښكرله بهترينوكسانوڅخه راخوښ كړي ،خوهغه څه چې بياميوري وليدل ،هغه بدل وو.

ددغوديرشوكسانوله جملې څخه ډېردنوموړې دندې دترسره كولولېواله ښكاريدل ،خوڅلوروكسانودغې دندې ته له ګمارنې سخت سروټكاوۀ ،نوميوري هم سمدستي وليږل .

ډېركيوكسانوله ځانونوسره كلاشينكوفونه راوړي ول خوهېڅ يوۀ دوسلې لپاره مهمات نه درلودل ،شپږوكسانوهېڅ وسله نه درلوده اودريوكسانوبوټان نه لرل ،محلي جوړې شوې پلاستيكي چپلۍ يې په پښو وې .

لومړني څوساعته ميوري دكلاشينكوفونواودهغوى لپاره دمهماتواودبوټونوداخيستلولپاره دبودېجې په مصرف او وكړه تېركړل ،سره لدې موبياهم له فهيم څخه وغوښتل چې دغوشپږويشتوكسانولپاره يونيفارم ،بوټونه (مصرف به يې زموږپه اوږوي ،ليكوال ) تهيه كړى .

په لومړۍ ورځ مې دSAR يادپلټنواونجات دډلې زده كوونكوګډوډګروپ ترسترګوشو،بك دچورلكې په وروستۍ برخه كې دSAR دعملياتولپاره د دوه ګرديودروازودليري كولودهدايت كارترسره كاوۀ اوميوري دغه ګروپ په دوو،ديارلس كسيزوګروپونو ووېشۀ ،دهرې ډلې دپرمخ بيولولپاره يې افسران هم ټاكل ،ميوري ګروپونوته دچورلكې دلومړنيوتجربودحاصلولو،دچاپيريال جوړلواودلاسونوپه پواسطه داشارې كولو اود وېشتلوډيسپلين زده كړه وركوله .

زده كوونكي ډېرلېواله ول اودميوري دخوښولولپاره يې ډېرزيار ګالۀ ،ترماذيګرپورې اساسي زده كړې وكړې اوميوري كورته دحاصل حيزې ورځ ددرلودلوله امله خوښ راوګرځيد.

ميوري راتلونكي دوې ورځې همدې ته ورته دنجات تمرينونه ترسره كړل ،چورلكه به په هواشوه اودښكته كيدلوپه سيمه كې به يې په اوږده اوټيټه دايره كې په ګړنديتوب سره پروازونه كول اوبيابه په ارامه ښكته شوه او وروستۍ لمبې (دتوحې لپاره كمياوي رڼابلول ،ژ) به پداسې حال چې په چورلكه به دوړې راتاوېدې،ګروپ دچورلكې وروستنۍ برخې ته ديونڅاپه ننوتولولپاره رابالۀ .

دميوري ترڅارلاندې د ډلې مشربه له چورلكې څخه بهرټوپ كړاوخپلې ډلې ته به يې ددوى دموقعيتونوپه لورې لارښوونه كوله .

لدې وړاندې دوو يادريوتنوافغانانوپه چورلكه كې سفركړى ؤاودغه تمرينونه به ګروپ ترډېره حده په خندااوخوښۍ كې ترسره كول ،دتمرينونوپه جريان كې كومې بدې پېښې رامنځته نشوې اودنهم اكتوبردماسپښين پرمهال ميوري دغه ګروپ دبيړنيوپلټنواونجات عملياتودبرياليوترسره كولوجوګه وبالۀ خوپدې شرط چې دامريكايي ترڅارلاندې يې ترسره كړي .

زموږچورلكې اودامريكادهوايي ځواك لخوادنجات اوپلټنودعملياتوپه ګډه ترسره كولوكې لويه ستونزه په افغان اسمان كې دامريكادپوځ اوزموږدچورلكې ترمنځ دارتباطاتونشتوالى ؤ.

موږبايدله (AWACS) دهوايي خبرداري اوكنترول بېسيم له چورلكې سره چې ددغې هڅې دنده يې پرغاړه دلوده اوله CAS (نېږدې هوايي مرسته ) سره چې دغورځيدليوپيلوټانواوهوايي مامورينوساتنه به يې كوله اړيكې درلودلې واى .

ددغې اسانتيادنشتوالي له امله ناشوني ښكاريده چې امريكايي پوځ به زموږچورلكې ته ددغه نجات په ماموريت كې دبرخه اخيستلواجازه راكړي .

موږځكه بختور ووچې نجات ماموريت ته هېڅ اړتياپيدانشوه ،داكتوبرمياشتې ترنيمايي پورې دامريكاپوځ دنجات اوپلټنولپاره خپلې وړتياوې پيداكړې ،يوه چورلكه اوغړي يې په شمال كې په اوزبكستان كې ځاى پرځاى كړل اويوه چورلكه يې په جنوب كې دپاكستان دكوېټې په عمومي سيمه كې چې جيك ابادنوميده ځاى پرځاى كړه ،نوموږدSAR يوګروپ بېرته جنرال فهيم ته وروسپارۀ اوبل ديارلس كسيزګروپ مودهوايي ډګرپه شاوخواكې دنڅاپي پېښولپاره وساتۀ .

داكتوبرپه اوومه نېټه دهوايي بمبارله پيليداوروسته پايلوته په انتظار سره تېره شوه ،په همدې وخت كې كريس اوسټان ګلبهارته له سياف سره دبياليدنې لپار ه لاړل ترڅودهوايي ډګردكارجريان وګوري ،دوې په يوه نيمه بجه بېره راوګرځيدل اوداخبريې راوړچې هوايي ډګرنېږدې دتياريدوپه حال كې دى .

دوى هلته په نڅاپي سفرټول مامورين دسخت كاراودندې دترسره كولوپرمهال ليدلي ول،دغه مامورين دبدلون لپاره دامريكايي وخت (پخپل وخت كاركول ،ژ) تابع شوي ول ،موږهريوپه ماسپښين كې دخپل سامان په برابرولويوڅه وخت تېركړ،ترڅ،لومړى كرښې ته دسفرتيارى ونيسواودبمباردكمپاين جريان له نېږدې څخه وڅارو،په هغه وخت كې موږفكركاوۀ چې دبمبارتمركزبه دكابل په شمال كې په لومړيوكرښواوله تخارسره په لومړيوكرښوباندې وي .

دڅوورځوپه اوږدوكې ددراندۀ بمبار اوټكولوله امله شمالې ټلوالې هم دطالبانودكرښودماتولوهڅې پيل كړې ،په همغه ماسپښين جان محمد، ما اوريك ته راغى او ويې ويل چې هغه كولاى شي زموږپه كوركې دسټلايټ اوډېش تلويزيون نصب كړي ،د(BBC) او (CNN) خپرونې به تعقيب كړاى شو،موږهك پك شو،سټلايټ تلويزيون په پنجشېركې ؟؟؟

بلې امكان يې درلود،ډېش انتن همدلته محلي دالمونيموله پاتې شونوتختوڅخه جوړشوى ؤچې دليرې ختيځ څخه راوړل شوى اوكږې لښتې يې درلودې ترڅوكاسه كلكه ونيسي ،برېښنايي توكي يې له تاجكستان څخه راواردشوي ول،دغه برېښنايي توكي په اسانۍ سره نه ترلاسه كدل اوقيمتي هم ؤ،خوجان محمددوه مكمل سېټونه پيداكړي ول.

دڅوساعتونوپه وخت كې كيدى شول چې سټلايټ تلويزيون فعال شي ،موږځكه ډېرليواله ووچې دخبرونوتږي وو،له قرارګاه سره اړيكې يوازې ددندې اړوندې اړيكې وې اودتروريزم پروړاندې دجنګ په اړه دپېښواوپه امريكاكې د9/11 دسپتمبروروسته دپېښوڅخه بې خبره وو.

له خپلې ژمنې سره سم جان محمدسره له څلورياپنځوافغانانو(مستريانو) راغى چې دلكړوسرونه اوبېخونه ،چې دتلويزيون سيم نه بلكې كباړښكاريدل له ځانه سره راوړل ،له څوساعته كار وروسته تلويزيون خپل شكل منځته راوړ،پاپي له دوى سره دسيم دكېبلوپه برابرولوكې مرسته وكړه ،ترڅودجنراتوردبرېښناپه نشتوالي كې هم كاروكړي .

بك چې له ميوري سره دSAR له تمرين څخه راوګرځيد،هغه هم دغه مرستې ته ور ودانګل ،هغه دژبې په نه پوهېدل له مستريانوسره دسرپه ښورولود(ريسيور) ياڅپې اخيستونكي ماشين په برابرولوهوكړې ته سره ورسيدل .

كله چې دشپې په نهوبجوهانك په كابل باندې دلومړي بمبارى څخه ويلي وو،موږڅوكسان بام ته وختلواودجنوب تړانكې په لورودريدو،ترڅودكابل په لوري بې ځنډه منظره ولرو،موږفكركاوۀ چې دبمونوپړكې چې دكابل پرسرپه وريېځوكې به انعكاس كوي ووينو،ډېربه ونه وينوخودهركلي وړ ؤ.

ريك هيله درلوده چې تلويزيون به دبمبارڅخه مخكې تيارشي اوبياوكولاى شي چې دCNNله لارې يې وګوري ،دادقيقاً هغه څه ووچې په كال 1991 كې موپه رياض باندې دسكډميزايېلودحملې پرمهال وكړ،كله به چې دسكډميزايېل غږرغى نوسملاسي به موCNN ونيواودسكډلويدل به مووليدل .

دتلويزيون انځورنه اودچاودنوغږزمااوبېټسي (دليكوال ميرمن ،ژ) لپاره دډېرې نا ارامۍ سبب ګرځيدۀ ،دغه ماښام نهه بجې راورسيدې اوتېرې شوې لس دقيقې وروسته بياهم څه نه ؤ،يوتېززېړرنګه پړك دكابل په لوري ترسترګوشو،ماهيله درلوده چې دچاودنې غړمبهارواورم خوموږډېرليري وو،سره لدې موږپه خپل منځ كې نارې وهلې اويواوبل موپه شاټپول .

سملاسي څونوروپړكوهم ليرې اسمان وځلاوۀ ،ريك ته مې مخ ورواړاوۀ ،سګرټ مې له جيبه رواخيست اوريك ته مې ور وغزاوۀ ،دغه دلمانځلووړوه .

دسپتمبرله يوولسمې نېټې وروسته له يوې مياشتې څخه په كمه موده كې موپه كابل كې ددوى پروړاندې بمباري پيل كړه ،په هغوطالبانواوعربوباندې چې اسامه بن لادن اودهغه جګپوړوساتنه يې كوله ،بمونه غورځول .

مادويم سيګار رواخيست اودبهترژوندپه هيله مو دودكړ.

له انګړڅخه غړمبهار راغى چې دلاسونوپه پړكولوسره يې ولمانځه ،دتلويزيون غړمبهارچې جان محمدراپيداكړى ؤ،افغاني مستريان اوزموږافغان كارمندان په انګړكې خوارۀ وارۀ وواودخوښۍ خبرې يې كولې ،موږهم ورګډشوواوكه رښتياووايم په دغسې ځاى كې دCNN تلويزيون په ليدلوهك پك شوم .

دڅودقيقوپه اوږدوكې تازه خبرؤچې ويل يې :په افغانستان كې دامريكاپوځ لخوادطالبانواوالقاعده پروړاندې دبمبارۍ كمپاين په نهوبجوپيل شو،خوبدبختانۀ دچاودنوژوندي انځورونه شتۀ نه ول .

ممتازراڅرګندشواودلمانځلولپاره موروغبړسره وكړ،هغه موسكاكواوخوښ ؤ.

دطالبانوپروړاندې مودبمبارۍ داغېزپه كله خبرې سره وكړې ،هغه غوښتل چې انجينرعارف وويني ترڅودغه ښه خبرورورسوي .

موږديوساعت لپاره كيناستو،سګرت موڅكول اوجنوب ته دلومړۍ كرښوپه لوري دسفرپه اړه سره غږيدو.
موږپه خپل پلان كې نيمګړي وو،داسې ښكاره شوه چې داكتوبرپه اوومه نېټه دبمبارس ډګربې اغېزې ښكاريدۀ ،په راتلونكي سهارخبرشووچې دامريكاپوځ دهېوادپه سطحه (31) هدفونه ويشتلي ؤچې لدغې جملې څخه په كابل كې يوازې درې بمونه غورځول شوي ول ،ددغوهدفونوله جملې څخه زيات يې مهم ولې كم ارزښته ول ،لكه دټانكونودبياجوړولووركشاپونه ،دلښكرودليږلو وروستي ډګرونه اودخوړواوتوكيوګدامونه ،خودلومړۍ كرښې جنګي موقعيتونه يې هېڅ ويشتلي نه ول .

انجينرعارف دسهارپه اووبجوپه غيرمعمولي ډول لدۀ سره دليدنې لپاره لږوخت راغى .

كه دعارف له څېرې څخه مواندازه خيستلى واى ،دشمالي تلوالې دلوړپوړوچارواكوخپګان دلومړۍ شپې له بمبارۍ څخه له ورايه څرګنديدۀ .

عارف وويل چې هغه دبمبارۍ دپيل له امله خوښ دى خوله كابل سره دلومړۍ كرښې قوماندانانودعرب اوطالبانودموقعيتونوپروړاندې دهېڅ بم دغورځيدلوراپوررانه كړ،يوګدام اودپوځي موټرودترميم اسانتياوې يې له منځه وړي دي .

په لومړيوكرښوكې دعارف كسان دمخابرې دمحاوروپه ثبت كولوكې اوږده تجربه لري ،هغوى دطالبانودHF مخابروله لارې خبرې اوريدلي وې اوپه ټيټه كچه يې دطالبانوپه منځ كې دسكون خبروركاوۀ اودبمبارۍ پايله محدوده ښكاريده .

دعارف په دعاسره مې سټان اوډاكټرجنرال بسم الله خان قرارګاه ته دڅوورځولپاره وليږل ،موږغوښتل چې لومړۍ درجه څارګره مالومات دبمبارۍ دپايلې اودبمبارلپاره دراتلونكيوهدفونوپه باره كې ترلاسه كړو.

سټان اوډاكټرددغه اوږده اوسخت سفرباندې دسهار يوولس بجې حركت وكړ،كله چې ددوى موټرله خلاصې ساحې څخه چې دګدام خواته وه تېرشواودبارك كلي په لورلاړل ماوويل چې عقلاً دګروپ يوې برخې دجنوب په لوري حركت وكړ .

كه چېرې دبمبارۍ حركت زيات نشي نودوى به يوازيني خلك وي چې هغه خواته ديوڅه وخت لپاره موجودوي .

هانك په همغه ماسپښين CTC ته دتروريزم پروړاندې دمبارزې رياست څخه تليفون وكړ،هغه وويل چې دولس مشرلپاره دسهارجلسه ،چې لدۀ سره DCI هم پكې ګډون كړى ؤدبم غورځونې دكمپاين دپيل كيداپه اړه وه ،او ويې ويل چې شمالي ټلواله دې ترڅلوروياپنځوورځولپاره په دغه ځاى كې تم ش ،ترڅوطالبان دبمبارۍ پواسطه كمزوري شي .

ماهانك ته وويل چې كه چېرې دتېرې شپې هڅې زموږوروستۍ هڅې وي نودطالبانودجنګياليوپروړاندې دبمبارۍ دډېرې اغېزې هيله بايدونكړي ،ماورته پخوانۍ ارزيابي بياتكراركړه اوومې ويل چې دشمالي ټلوالې ځواكونه دامريكادمهمې اولويې مرستې په نشتوالي كې ښكاره دومره زرورندي چې له خپلوموقعيتونوڅخه رابهرشي اودكابل په لوري حركت وكړي .

هانك وويل چې دكابل دنيولولپاره پرېكړه دكړنلارې دجوړونكې ټولنې په منځ كې په خپله يوبحث دى ،پاكستانيان ،روسان اوايرانيان ټول په ښكاره ډول په كابل باندې دتاجك پلوه حكومت بريالي كيدلواو ورسره دوينې تويېدلوله امله اندېښمن ؤ.
په واشنټن كې زيات وخت پدې تېريدۀ چې ملګري ملتونه اجازه وركړي ترڅوديوازادكابل واچې په لاس كې واخلي اوټول مخالف ځواكونه ،تاجك اوپښتون له ښارڅخه بهرپاتې شي .

مايوازې كولاى شول چې خپل سرپه حيرانتياسره وښوروم ،ماواوهانك پدې هيله خداى په اماني سره وكړه چې راځه (نن شپه څه پېښيږي )

انجينرعارف دشپې په نهوبجوددويمې جلسې لپاره راغى خوداځل زه اوهغه دبمبارپه مضمون باندې ونه غږيدو،زه دعارف نظرته غوږشوم چې هغه څنګه كولاى شي په هېوادكې دطالبانوترولكې لاندې سيموكې عمليات ترسره كړي ،ترڅوبن لادن اودهغه لوړپوړې چارواكي راونيسي .

عارف وويل :دى پدې فكردى چې دمجاهدينوپخوني قوماندانان چې دمسعوداودشمالي ټلوالې سره له پخواراهيسې همكارؤ،پدغوځانګړودندوكې چې موږتربحث لاندې نيولې وې همكاري وكړي ،خودطبيعي خوى په لرلوياني دپيسوپه بدل كې .

ماله عارف خخه وغوښتل چې له هغوقوماندانانوسره چې دى پرې باورلري اړيكي ټېنګې كړي اوله هغوسره دغږيږي چې هغوى داسامه اودهغه دجګپوړوپروړاندې څه كولاى شي .

عارف ژمنه وكړه چې په هغه ماښام دطالبانوله كرښوڅخه هاخواپيغام ليږدوونكي وليږي ،ترڅوله هغوقوماندانانوسره چې دكابل په ختيځ كې اوسيږي اړيكې ټينګې كړي .

دعارف استخباراتوداسام بن لادن لوړپوړى چارواكى ايمن الظواهري هلته په ګوته كړى ؤ.

موږدشلټرنودبنديانوپه اړه بياهم بحث وكړ،عارف وويل چې دى دكابل استخباراتودامنيت دودانۍ له لوړپوړي غړي څخه دهغه په خوښه دبنديانودخلاصون په اړه دمعاملې كولودځواب هيله لري .

ماعارف ته وويل چې دغه موضوع ته جدي پاملرنه وكړي .

دبمبارۍ په پيل سره كه طالبان هرڅومره ګډوډهم وي دامريكايي او اروپايي بنديانوسره به سخته كړنه وكړي .

كله چې عارف لاړ زه بېرته خپل خپل دفترته لاړم ،ترڅوورځې تېرې شوې پېښې قرارګاه ته ور وليږم .

ريك اوكريس مې وليدل دواړه ناست اونومونه يې دپنجشېرپه دسمالونوباندې نيم پټ كړي دي ،كرېس دريودانوشمعوته اور وركړى ؤترڅودغه مضربوى چې له پاپي څخه راروان ؤله منځه يوسي (ليكوال دلته دپاپي دمعدې دخرابوالي له امله دبدبوى يادوه كوي ،ژ) بدبختانه ماهم بله چاره نلرله نواړشوم چې له دوى سره ميزشريك كړم،مخ مې په دسمال پټ كړاوكريس مې وپوښته چې څومره شمعې پاتي دي ؟

هغه وويل چې دوه بكسونه نورهم لرم ،ښايي چې څلوېښت دانې وي .

ماپاپي ته وروكتل او ويې ويل چې ښايي دغه تعدادمويوساعت يازيات وخت لپاره كافي وي .

زه بايدنن شپه په بيړه راپور وليكم ،پاپي هم په خنداشواوزه هم چې ماسك مې په خوله اوپوزه اچولى ؤپه خنداشوم .

نور په ۲۲ څپرکي کښي