کور / راپور / ننګرهار کي د ملکي وګړو پر موټر هوايي بريد ګڼ کسان شهيدان کړي دي

ننګرهار کي د ملکي وګړو پر موټر هوايي بريد ګڼ کسان شهيدان کړي دي

تېره ورځ ماځيګر د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالي کي د ملکي وګړو پر موټر هوايي بريد وسو چي په نتيجه کي يې ګڼه مرګژوبله واړول.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي، چي بريد تېره ورځ ماځيګر مهال پر يو موټر سوی او د يوه ماشوم په ګډون پکي ۸ ملکي وګړي شهيدان سوي دي.

خوګياڼی زياتوي، چي د بريد موخه په دغه سيمه کي د طالبانو يو چک پواينټ وو.

بل خوا طالبانو ادعا کړې چي په دغه هوايي بريد کي په موټر کي سپاره ۱۱ تنه ملکي وګړي شهيدان سوي دي.

ويل کېږي چي په دغه موټر کي خلګو د مېلې لپاره د سودا توکي وړي وه او بېرته د کور پر لور ستنېدل چي هوايي بريد ورباندي وسو.

په افغانستان کي د جګړې له امله هر کال په زرګونو ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي.