کور / راپور / ارګ: د طالبانو سره کېدونکې هوکړه مشروطه ده

ارګ: د طالبانو سره کېدونکې هوکړه مشروطه ده

د افغانستان  ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چي د امريکا او طالبانو ترمنځ  هوکړه چي ژر به لاسليک سي منځپانګه يې مشروطه ده.

له ارګ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د شرطونو خبره د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په مونيخ کي د ولسمشر اشرف غني سره په ليدنه کي کړې ده.

خبرپاڼه  د مايک پومپيو له خولې زياتوي چي د هوکړي هيڅ بند بې شرطه نه دی او طالبانو ممکن په تېرايستونکو تبليغاتو لاس پوري کړي.

د خبرپاڼي په خبره،  اصله موضوع داده چې طالبان حاضر سول چي له جنګ او تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او په کثرت ګرا ټولنه به اعتراف کوي.

بل خوا نيويارک ټايمز په خپل تازه راپور کی د يو  امريکايي چارواکي له قوله ليکلي چي ولسمشر ټرمپ په مشروط ډول د طالبانو سره هوکړه تاييد کړې ده.

په دغه راپور کي ويل سوي، چي ټرمپ تېره دوشنبه ددې هوکړي په هکله لومړنی توافق کړی دی.

دغه امريکايي چارواکي نيويارک ټايمز ته ويلي، چي د امريکا او طالبانو ترمنځ مشروطه هوکړه په دې پوري تړلې ده چي طالب وسلوال به تاوتريخوالی کموي او په مقابل کي به يې امريکايي ځواکونه ته له افغانستان څخه د وتلو لار هوارېږي.

په راپور کي ويل سوي، چي دغه هوکړه به هغه مهال لاسليک سي چي طالبان د تاوتريخوالي د کمولو لپاره عملي ګامونه اوچت کړي.

دا په داسي حال کي ده چي تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله سره  ټلفوني خبري وکړې او د طالبانو سره د مذاکراتو د پرمختګ په هکله يې مالومات ورکړل.