کور / #PTM / د منظور پښتين په وروستۍ مقدمه کي هم ضمانت منظور سو

د منظور پښتين په وروستۍ مقدمه کي هم ضمانت منظور سو

د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتين په وروستۍ مقدمه کي هم ضمانت منظور سو او کېدای سي ډېر ژر راخوشي سي.

د ښاغلي پښتين په دوو نورو مقدمو کي هم ضمانت منظور سوی وو او دا مهال يې په همدې يوه او وروستۍ مقدمه کي د ضمانت اورېدنه پاتي وه.

په دې هکله د پي ټي ايم مخکښ محسن داوړ پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي دي چي د ښاغلي پښتين ټول ضمانتونه منظور سول او د ټولو هغه کسانو او ټولنو څخه مننه کوو چي د ښاغلي پښتين د راخوشي کولو لپاره يې هلي ځلي کړي دي.

ښاغلی پښتين د جنورۍ پر ۲۸ نېټه پاکستاني پوليسو په پېښور کي ونيوی او د تحقيقاتو لپاره يې ډېره اسماعيل خان ته ولېږدوی.

پر ښاغلي داوړ د رياست پرضد د خلګو د راپارولو او آيين ماتولو مقدمې درج سوي وې، خو د پښتون ژغورني غورځنګ تل ويلي چي ددوی مبارزه سوله ايزه ده او د پښتنو لپاره د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

د منظور پښتين د نيولو پرضد د محکوم وطن په شمول د نړۍ په لراوبر کي پراخ لاريونونه وسول.