کور / تازه خبرونه / جمهور رئیس غني د هالنډ لومړي وزیر سره وکتل

جمهور رئیس غني د هالنډ لومړي وزیر سره وکتل

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه په المان کې د مونیخ ۵۶ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د هالنډلومړي وزیر مارک روته سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سولې پروسې او غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د هالنډ پر رول خبرې وکړې.

همدارنګه دواړو لوریو د تاوتریخوالي پر ختمولو ټینګار وکړ او وې ویل، طالبان باید د سولې لپاره د افغانانو غوښتنه ومني او دغه پروسه باید د افغان دولت پر مالکیت او رهبرۍ ترسره شي.

جمهوررئیس غني او د هالنډ لومړي وزیر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د روزنې، مشورې ورکولو او مرستو په برخه کې د هالنډي ځواکونو پر رول هم خبرې وکړې.

د هیواد جمهوررئیس د کرنې او کانونو په برخو کې د هالنډ ښو تجربوته په اشارې، په دغه برخه کې د یاد هیواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د دغې کتنې په پای کې د هالنډ لومړي وزیر مارک روته په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د خپل هیواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.