کور / #PTM / نن په ډیره اسمعیل خان کي د منظور پښتین دپاره لویه جلسه جوړېږي

نن په ډیره اسمعیل خان کي د منظور پښتین دپاره لویه جلسه جوړېږي

د محکوم وطن له ټولو سیمو څخه پښتانه د ډیره اسمعیل خواته روان دي چي نن دلته په یوه لویه تاریخي جلسه کي برخه واخلي.

له سهيلي پشتونخوا یو شمېر ځوانانو اوږدې لاري وهلي دي او د رسیدلو سره سم د جلسې د ډګر جوړولو په کار بوخت دي.

زابل خان او حبیب خان هم له سهيلي پشتونخوا ډيره اسمعیل خان ته رسیدلي دي او په جلسه ځای کي د څوکیو په اوډلو لګیا دي.

دوی له دې ځایه هم پر ولس ږغ کوي چي راسي برخه واخلي او که راتلای نسي نو په سوشیل میډیا کي د جلسې په کمپاین او تصویرونو او ویډیو خپرولو کي همکاري وکړي چي د پښتون د مظلومیت اواز تر ډیره پوري ورسیږي او پښتون پر خپله خاوره د ژوند او خپلواکۍ خپلو طبعي زېرمو او شتمنیو د خپل واک اختیار خاوند سي.

په نننۍ جلسه کي به د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين تشریف نلري ځکه هغه د ریاست لخوا په درواغجنو تورونو  د ظلم په تور زندان کي بندي دی.

که څه هم تېره ورځ د هغه ټول ایف آی آرونو باندي ضمانتونه د قاضي دخوا ومنل سول خو پاکستاني سټبلیشمینټ بیا هم وښودل چي په پاکستان کي انساني حقونو ته درناوی نسته او دلته هرڅه د پوځ په لاس کي دي ځکه منظور تر ضمانتونو وروسته بیا هم عدلي نظام نه منل کيږي او یو څوک چي له لویه سره په ظلم تشدد او بېګناه توګه نیول سوی دی تر آئیني پروسس او دقانون مطابق ضمانتونو وروسته بیا هم په جېل کي ساتل کيږي.

زابل خان لراوبر ته وویل چي هیله لري منظور پښتین به سبا ته ۱۷ فبروري راخلاص سي او دوی به په اتڼونو او ډولونو هرکلی وکړي.

د پښتون ژغورني غورځنګ یا پي ټي ايم د پاکستان د ظالم ریاست او پوځ د ظلمونو پر ضد د خپل پشتون قام دپاره د ژوند او امن غوښتني په موخه رامنځته سو او په سوله ایزه توګه د عدم تشدد پر تګلاره برابر لاریونونو او پر امنه احتجاجونو د خپل قام د حقونو غوښتنه کوي خو ریاست او پوځ نه یوازي د هغوی روا او آئیني غوښتنو ته غوږ نه ایږدي بلکي ددې غورځنګ مشر او غړي یې هم په ناجایزه توګه جېلونو ته اچولي دي.

حبیب خان وايي چي له سهيلي پشتونخوا تر ډیره اسمعیل خان پوري په اوږده او ستړي سفر کولو دا پیغام ورکول غواړي چي پښتون قام او د پښتون ژغورني غورځنګ ځوانان او پیغلې له خپل حق اخیستلو او آئیني غوښتنو څخه په جېل ته اچولو د خپل مشر شعار په عمل کي ثابتول غواړي چي وايي له د غورځنګ غړي د پوځ او ریاست له تشدده نه ډاريږي، نه پر شا کیږي او نه خرڅېږي.

په ډیره اسمعیل خان کي د نن تاريخي جلسه په ځايي وخت دوولس بجې شروع کيږي چي د غورځنګ مشران به جلسې او قام ته تاریخي ارزښتناکه ویناوي کوي.