کور / راپور / په کندهار کي د ګاليله په نوم د ستورپېژندني سیالي ترسره سوه

په کندهار کي د ګاليله په نوم د ستورپېژندني سیالي ترسره سوه

د افغان ستور پېژندني ټولني په نوښت د کندهار ولایت مقام په همکارۍ د لومړي ځل لپاره په کندهار کي د ګالیله په نوم د ستورپېژندني سیالۍ ترسره سوې.

د ستورپېژندني په اړه د مقالو لیکلو یادي سیالۍ د د ۳۶ ښوونځیو ترمنځ ترسره سوي وې، چي د ښار او ولسوالیو څخه نږدې ۱۰۰۰ تنو زده کوونکو خپلي مقالې وړاندي کړي وې او په پایله کي یې ۱۲ ښوونځیو د غوره مقالو لیکلو له مخي وروستي پړاو ته لار موندلې وه او نن هري ښوونځۍ ته یوه پایه تلسکوف او ۱۰۰ جلده د نجوم پوهني کتابونه تسلیم سول.

د پایلو د اعلان غونډه نن یکشنبه په کندهار پوهنتون کي جوړه سوې وه، چي د دولتي چارواکو ترڅنګ سلګونه ښځینه او نارینه زده کوونکو او د ښوونځیو مدیرانو  پکيګډون کړی وو.

د ولایت مقام ټولنیزو چارو مرستیال د عصري علومو د پیاوړتیا او دودولو په برخه کي یاد اقدام ګټور وباله او هیله یې څرګنده کړه، چي په دې برخه کي راپيل سوي هڅي د ارتقا تر کچي دوام ومومي.

وروسته د افغان ستور پېژندني ټولني مسؤل فهیم سپين غر وویل، د عصري علومو د دودولو په موخه یې له کابل، هرات او ارزګان وروسته په کندهار کي د ستوري پېژندني سیالۍ په لار اچولي، څو په دې برخه کي استعدادونه څرګند او د پوهني وزارت سره د پنځه کلن پرتوکول له مخي به ورته لازمي اسانتیاوي برابري کړي.

په غونډه کي د نورو ویناوالو په شمول په ولسي جرګه کي د ارزګان ولایت استازې ګلالۍ محمدي هم دغه نوښت د جنوبي حوزې په کچه د زده کوونکو لپاره یو لویه لاسته راوړنه وبلل او یاده برخه کي یې د جنوبي حوزې زده کوونکو لپاره د هر ډول اسانتیاو برابرولو ډاډ وړاندي کړ.

د غونډي په پای کي هغه ۱۲ ښوونځیو ته چي غوره مقالې یې ترتیب کړي وې، هري ښوونځۍ ته تصدیق پاڼه، یوه پایه تلسکوف او د ستوري پېژندني سل جلده کتابونه د مسؤلینو له لوري ورکړل سول.