کور / #PTM / په ډېره اسماعيل خان کي د پي ټي ايم جلسه: منظور پښتين ژرترژره خوشي کړئ

په ډېره اسماعيل خان کي د پي ټي ايم جلسه: منظور پښتين ژرترژره خوشي کړئ

نن د فبروري پر ۱۶ نېټه په ډېره اسماعيل خان کي د پښتون ژغورني غورځنګ ستره جلسه وسوه چي پکي په زرګونو کسانو ګډون کړی وو او د مشر منظور پښتين د خوشي کولو ترڅنګ يې ګڼي نوري غوښتني هم لرلې.

دا جلسه چي د ډېره اسماعيل خان په رته کراچۍ ميدان کي جوړه سوې، پکي د پي ټي ايم مشرانو محسن داوړ، علي وزير، بشرا ګوهر او ګڼو نورو کسانو ويناوي وکړې.

په ياده غونډه کي د مشر منظور پښتين د ژرترژره خوشي کولو لپاره اواز اوچت سو او ګډونوالو د ظلم او ستم پرضد شعارونه ورکول.

په جلسه کي ويناوالو وويل، چي د منظور پښتين ضمانتونه منظور سوي او نور د هغه په زندان کي ساتل يو غير آيني عمل دی.

تېره ورځ د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتين پرضد په ټولو مقدمو کي ضمانت منظور سو، خو لا هم له زندان څخه نه دی خوشي سوی.

ښاغلی پښتين چي تېره ورځ ناوخته يې د خوشي کېدو لپاره شيبې شمېرل کېدې لا هم په زندان کي دی او تمه ده چي سبا دوشنبه له زندان څخه ووځي.

د پي ټي ايم مخکښ او په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازی محسن داوړ وايي، چي د ښاغلي پښتين په ټولو مقدمو کي ضمانت منظور سوی دی، خو دا چي تېره ورځ د ټانک ضلعي محکمې جج د هغه د ضمانت خط ونه منی نو له همدې امله ښاغلی پښتين پرون له بند څخه خوشي نه سو.

ښاغلی داوړ وايي، د منظور پښتين لپاره به نوي ضمانت خطونه جمع کېږي او کېدای سي سبا ته له زندان څخه خوشي سي.

ښاغلی پښتين د جنورۍ پر ۲۸ نېټه په پېښور کي پوليسو ونيوی او د تحقيقاتو لپاره يې ډېره اسماعيل خان ته بوت.

په ورته مهال نن د فبرورۍ پر ۱۶ نېټه په ډېره اسماعيل خان کي د پي ټي ايم يوه ستره جلسه روانه ده چي موخه يې د منظور پښتين او د هغه د ملګرو خوشي کول او د خپلو حقونو لپاره د مبارزې قوي کول دي. په دې جلسه کي په زرګونو کسانو برخه اخيستې ده چي اوس هم روانه ده.