کور / راپور / په کابل کي نهه معتادين په ډزو وژل سوي دي

په کابل کي نهه معتادين په ډزو وژل سوي دي

د کابل امنيه قومنداني وايي، چي تېره شپه په شپږمه امنيتي حوزه کي نامالومه وسلوالو نهه تنه معتادين په ډزو وژلي دي.

د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز وايي، چي دغه کسان تېره شپه ۸ بجې د شپږمي حوزې په دامنه کوه قرغ سيمه کي وژل سوي دي.

نوموړی وايي، چي تراوسه د بريد انګېزه نه ده مالومه، خو مړي د کابل عدلي طب ته لېږدول سوي او پوليسو يې په اړه پلټني پيل کړي دي.

د ملګرو ملتونو د نشه اي توکو سره د مبارزې ادارې په ۲۰۱۵ کال کي د يوې سروې له مخي ويلي، چي په افغانستان کي درې مليونه کسان په نشو روږد دي.