کور / راپور / اشرف غني: طالبان دي د پاکستان سره د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي

اشرف غني: طالبان دي د پاکستان سره د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، چي سولي ته د رسېدو او د جګړې د ختمېدو لپاره بايد طالبان سم وپېژندل سي او هغوی بايد رسما په دې بهير کي را ګډ سي.

ښاغلي غني د مونيخ کنفرانس په څنډو کي يوې غونډي ته ويلي، چي  طالبان لا هم له افغانستانه بهر په پاکستان کي امن پټنځایونه لري او اړتیا ده چي له پاکستان سره د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي.

هغه زیاته کړه: ” دا د میلیارډونو ډالرو په ارزښت پوښتنه ده، ځکه لومړۍ مسئله خو دا ده چي موږ باید طالبان وپېژنو، دا ډله یوه بهر مېشته ډله ده چي په پاکستان کي اوسېږي، د دوی مشرتابه شورا اوس ځان د کوټې او پېښور شوراګانو په نوم یادوي، نه د کندهار، جلال اباد او پکتیا شوراګانو په نوم، دوی خپل نومونه داسې تعریفوي لکه نور قدرتونو چي د دوی ملاتړ کوي. “

ولسمشر غني د مونيخ کنفرانس په څنډه کي د امريکا د سنا مجلس د استازو سره

ښاغلي غني وویل، د سولي په برخه کي لا هم پاکستان د افغانستان سره بشپړه همکاري نه ده کړې او د پاکستان لخوا د ملا عبدالغني برادر خوشي کيده دا مانا نه لري چي پاکستان په صادقانه ډول د افغان سولي ملاتړ کوي.

د هغه په خبره: “پرېکړه لا هم پاکستان ته پاتې ده، افغانستان صادقانه بحث غواړي چي دوه اړخه لري، یو د طالبانو د پناه ځایونو بندول او دویم د سیمه ییز امنیت لپاره د ګډ تفاهم جوړول.”

نوموړي زياته کړه، طالبان چي په رسمياتو کي له القاعده شبکې څخه ځان جلا ښيي، يواځي دا کفايت نه کوي. هغوی بايد د سيمه ايزو او نړيوالو ټولو ترهګرو سره اړيکي پرې کړي.

اشرف غني د مونيخ کنفرانس په څنډو کي د امريکا د سنا مجلس د مشري نانسي پلوسي او لوړپوړو امريکايي چارواکو سره خبري کړي دي.

ښاغلي غني پر داسي مهال دا څرګندوني کړي، چي په نږدې راتلونکی کي د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولي هوکړه ليک لاسليک کېدونکی دی.