کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ماويل چې نابينابه پرې بيناشي

ماويل چې نابينابه پرې بيناشي

 

دپوهې او تکنالوژۍ دپرمختګ،پراختيااودعامه ګټولپاره دهغوى څخه ګټه اخيستل ترټولوښه اوانسانى کاردى.هغو هېوادونوچې دعلم اوپوهې پالنه کړې اوپه خپلوهېوادونوکې يې پوهې اوتکنالوژۍ ته پراختيا ورکړې،دپوهې خاوندان يې نازولى هغه هېوادونه دنوروپه پرتله له اقتصادى پلوه اوچت اوداوسېدونکو دژوند سطحه يې لوړه اودژوندانه ستونځې يې لږې دي.برعکس هغو هېوادونو اوټولنو چې پوهې ته لږ ارزښت ورکړى اويا يې هم لږه پاملرنه ورته کړې اوپه ځانګړې توګه مشرانو يې خپل ټول ژوند په تربګنيو،بې ځايه سياليو اودمقام دترلاسه کولو اودخپل خپلوانواو سياسي انډيوالانو لپاره دزور زياتۍ له لارى دهوسا ژوندپه برابرولو تېرکړى په طبيعي ډول وروسته پاتې اوداوسېدونکو ژوند يې ستونځمن دى.

ماويل چې نابينابه پرې بيناشي
دې تعليم خوسترګورراته ړانده کړل

که لږڅه وروسته ته ځيرشو،دابه جوته شي چې نننى افغانستان هېڅکله دپرون هېنداره نشي کېدى اوداځکه چې مونږداصولوپرځاي ځاني غوښتنې کارو،په دې خبروپوهېدل شايددڅوبېلګوراوړلوته اړتياولري.

ترټولولويه بدبختي داده چې نن سبازموږدهېوادوالوپه زړونوکې يوډول تبعيض ځاي نيولي کله چې يومسوليت ورپه غاړه شوداسې انګېرنه کوي چې ګنې هرڅه چې کوم ښه يې کوم چې داسې هېڅکله نه ده بلکه ښه هله ښه دي چې په ملي کارونو کې دملت ګټې نغښتې وي نه ديوې ډلې يايوې قبيلې،چې ددې بېلګه زموږپه هره اداره کې ليدل کېږي داسې چې هېڅ کله زمونږمشران کله چې يوه مقام ته رسېږي دملت اودملي ګټوپه لاره نه خوځي چې ددې کړنوپايله ترډېره ځايه مثبته نه وي. دلته ديوې موضوع ياډول بې ځايه نه دې چې شايداهل دهغه کار ونه اوسي اودکاردښې پايلې په لاسته راوړلونه پوهېږي. خوځوانان هغه يواځنى ځواک دى چې که سم ګام واخلي اودخلکو باور ترلاسه کړي ښايي وکولى شي چې ټولنه د بحراني حالت څخه وژغوري اويا هم لږترلږه اوسني فشارونه کم کړي.خو دهيواد ځوان نسل څرنګه کولى شي دغې موخې ته ورسېږي.داډيره ګرانه پوښتنه اوځواب يې ترهغې سخت دى.خوزموږپه اند ددي خبرې اسانه لار دزده کړې،ښوونې اوروزنې لارده .ځوانان بايد دخپلو امکاناتو څخه اعظمي ګټه واخلي،په خپله زده کړه وکړي اوخپلو همزولو ته يې وښئي او زده کړې ته يې وهڅوي.خپل دردونه سره شريک اودحل لاره يې ولټوي، لاس تر زنې کېښناستل ددردونو اوکړاونودله منځه وړلو لارنه بلکې دهغوي دزياتيدلولامل ګرځي.