کور / اقتصادي / د بدخشان ولایت برېښنا رسونې هوکړه لیک لاسلیک شو

د بدخشان ولایت برېښنا رسونې هوکړه لیک لاسلیک شو

د بدخشان ولایت برېښنا رسونې هوکړه لیک نن د سلواغې میاشتې په ۲۸ مه نېټه د افغانستان برېښنا شرکت او اغاخان پراختیایي بنسټ ترمنځ لاسلیک شو.
دغه پروژه په ټولیز ډول د ۹۱ میګاواټه برېښنا په تولید سره د ۶۳۱ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت ده چې د ۲۲۰ کیلو ولټه (KV) په ځانګړتیاوو د ۱۱۰ کیلو ولټه (KV) د برښنا لیږدولو خط وړتیا لري چې د ویش شبکه به یې په ټول بدخشان کې د برښنا انرژۍ تمدید کړي.
د دې هوکړه لیک لاسلیکولو په مراسمو کې د مالیې وزارت ښاغليهمایون قیومي، د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي لوی ریاست سرپرست ښاغلي ډاکټر خالد ستانکزي، د بدخشان انرژۍ کمپنۍ، د اغاخان پراختیایي بنسټ سفیرې، د افغانستان لپاره د اسیایي پراختیا بانک استازي او یو شمېر دولتي مسؤلینو ګډون کړی وو.


د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي، د دې پروژې د هوکړه لیک لاسلیکولو په تړاو وویل:” د عامه او خصوصي مشارکت او له کورنیو سرچینو د انرژۍ تولید خپلواکۍ له لارې د خصوصي برخې پانګونه د افغانستان حکومت له پالیسو او موخو ګڼل کېږي. د اغاخان پراختیایي بنسټ چې په دې برخه کې د سیمې په کچه له ښو تجربو برخمن دی، د بدخشان ولایت د برېښنا رسونې پروژه د ۶۳۱ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونه مخته وړي او د دې ولایت اوسېدونکو ته به د برېښنا انرژي چمتو کړي. د دې پروژې قرارداد د ۳۰ کلونو مودې لپاره وړاندیز شوی ده او په بيلابیلو پړاوونو کې به پلي شي.”
نوموړي زیاته کړه:”د دې پروژې په پلي کېدو به؛ سره له دې چې د دې ولایت اوسېدونکي به د برېښنا له انرژۍ برخمن شي، د پروژې په بهیر کې به له ۲۰۰۰ زیاتو وګړو ته کاري فرصتونه رامنځته شي، د ژوند په چارو او د هیواد په ملي عوایدو به مثبت اغېز ولري.”
د اغاخان پراختیایي بنسټ سفیرې اغلې شهرزاده هیرجي وویل:” موږ غواړو د دې کم نظیره چوکاټ له لارې چې د افغانستان دولت له لوري جوړ شوی دی، د انرژۍ تولید، لېږد او وېشلو په ګډون په بدخشان ولایت کې د انرژۍ سیستم جوړولو په موخه د خصوصي سکټور ملاتړ وکړو.”
د دې پروژې د قرارداد موده ۳۰ کاله وړاندیز شوې ده، چې په مختلفو پړاوونو کې به پلي شي. د هر پړاو د پلي کولو لپاره یې اووه کاله په پام کې نیول شوي. د قرارداد په لومړۍ ربعه کې د بدخشان ولایت ۵۰ سلنه او په دویمه ربعه کې به د دې ولایت ټول وګړي له برېښنایي انرژۍ برخمن شي. د پانګونې په بڼه له لومړي پړاوه ترلاسه شوې ګټه به په دویم پړاو همدا شان په ټولو پړاوونو کې وکارول شي.
د یادونې وړده، چې د عامه او خصوصي مشارکت او له کورنیو سرچینو د انرژۍ تولید خپلواکۍ له لارې د خصوصي برخې پانګونه د افغانستان حکومت له پالیسو او موخو ګڼل کېږي.