کور / راپور / کوټه کي ځانمرګي بريد مرګژوبله اړولې ده

کوټه کي ځانمرګي بريد مرګژوبله اړولې ده

نن د کوټي ښار پر جناح روډ باندي يوځانمرګي بريد پر ځان تړل سوي توکو ته چاودنه ورکړه او ګڼه مرګژوبله يې رامنځ ته کړل.

پېښه د کوټي پريس کلب ته څېرمه هغه مهال وسوه، چي د له سيمي څخه د سپاه صحابه په نوم د يوې مذهبي ډلي لاريون تېرېدونکی وو. خو لاريون کونکو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

د راپورونو له مخي ځانمرګي بريدګر هغه مهال ځان ته چاودنه ورکړه چي پوليسو ورباندي شک وکړ او د تلاښۍ په موخه يې ودروی.

په بريد کي دوه پوليس او يو ليويز هم وژل سوي دي.

تراوسه د بريد پړه کومي ډلي پرغاړه نه ده اخيتسې.