کور / #PTM / پنجابي رياست د منظور پښتين پرضد بله مقدمه درج کړې ده

پنجابي رياست د منظور پښتين پرضد بله مقدمه درج کړې ده

د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتين پرضد نوي مقدمې درج سوي دي، چي په دې سره پنجابی رياست غواړي ښاغلی پښتين د زندان په تورو تمبو کي بند وساتي.

د ښاغلي پښتين پرضد په درج سويو ټولو پنځو مقدمو کي د هغه ضمانت منظور سو او ټاکل سوې وه، چي نن دوشنبه ښاغلی پښتين له زندان څخه خوشي کړل سی، خو اوس تازه د هغه پرضد نوري مقدمې درج سوي دي.

د ښاغلي پښتين يو وکيل اختر سعيد وايي،  پکار وه چي پښتين نن خوشي سوی وای، خو د بدنيتي پر اساس د هغه پرضد بله مقدمه راوايستل سوه او هغه پکې عدالت ته وړاندې کړی سو.

ښاغلی پښتين د جنورۍ پر ۲۷ نېټه په پېښور کي د پاکستاني پوليسو لخوا ونيول سو او د تحقيقاتو لپاره يې ډېره اسماعيل خان ته ولېږدوی.

د ښاغلي پښتين د خوشي کولو لپاره د محکوم وطن په ګډون د نړۍ په لراو بر کي پراخ لاريونونه وسول او تېره ورځ هم په ډېره اسماعيل خان کي د هغه د خوشي کولو لپاره یوه ستره جلسه وسول، چي په زرګونو کسانو پکي ګډون کړی وو.

دا جلسه چي د ډېره اسماعيل خان په رته کراچۍ ميدان کي جوړه سوې، پکي د پي ټي ايم مشرانو محسن داوړ، علي وزير، بشرا ګوهر او ګڼو نورو کسانو ويناوي وکړې.

په ياده غونډه کي د مشر منظور پښتين د ژرترژره خوشي کولو لپاره اواز اوچت سو او ګډونوالو د ظلم او ستم پرضد شعارونه ورکول.

په جلسه کي ويناوالو وويل، چي د منظور پښتين ضمانتونه منظور سوي او نور د هغه په زندان کي ساتل يو غير آيني عمل دی.