کور / راپور / خليلزاد: امريکا هر وخت له افغانستان څخه وتلای سي، خو هڅه کوو چي نويمه لسيزه تکرار نه سي

خليلزاد: امريکا هر وخت له افغانستان څخه وتلای سي، خو هڅه کوو چي نويمه لسيزه تکرار نه سي

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره ورځ په اسلام اباد کي د کډوالو نړيوال کنفرانس ته په وينا کي وويل، چي امريکا هر وخت له افغانستان څخه وتلای سي، خو نه غواړي چي د نويمي لسيزي تېروتني بيا تکرار سي.

خليلزاد په خپلو خبرو کي وويل، چي په افغانستان کي جګړه پېچلې ده او تر ټولو ستونزمن کار دادی چي مخالف لوري څنګه خبرو ته کښېنوي.

خلیلزاد زیاته کړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د امن لوظنامې له کبله به، بین الافغاني خبرو ته هم لاره هواره سي. هغه وویل: “موږ له افغانستانه د وتلو دپاره د چا اجازې ته اړتيا نه لرو، امریکا که وغواړي، نو په یو طرفه ډول هم وتلای سي. ټولې هڅي چي مو کړي، په دې خاطر دي چي داسې د سولې یو تړون وکړو چې د نیوېمې لسیزې تېروتنې بیا تکرار نه سي. “

دا پر داسي مهال ده چي په قطر کي طالب استازو او همداراز امريکايي چارواکو خبر ورکړی، چي د رواني مياشتي تر وروستيو پوري به د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړه ليک امضاء سي.