کور / راپور / دانش: که پاکستان صادقانه همکاري وکړي، سوله راتلای سي

دانش: که پاکستان صادقانه همکاري وکړي، سوله راتلای سي

د ولسمشرۍ ماڼۍ دوهم مرستيال سرورد دانش وايي، چي د پاکستان د صادقانه همکارۍ پرته په افغانستان کي سوله نه سي راتلای.

ښاغلي دانش تېره ورځ په اسلام اباد کي د کډوالو نړيوال سمينار ته په وينا کي وويل، چي افغان سوله د پاکستان پر رښتوني همکارۍ ولاړه ده. او بايد په دغه هيواد کي د طالبانو پټنځايونه له منځه يووړل سي.

دی زیاتوي، د افغانستان سوله د طالبانو پر نیت، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پر پرېکولو او په نورو هېوادونو کې د دوی د پناځايونو په له منځه وړلو پورې اړه لري:

“که طالبان د خپلو پناځايونو او ځالو تر څنګ له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلي اړیکي همداسي وساتي، که اوربند هم وسي، تل پاتې سوله نه سي راتلای. زموږ خلک د تل لپاره د تاوتریخوالي پای غواړي.”

ښاغلي دانش د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړه ليک ته په اشارې سره وويل، چي دا هوکړه ليک به بين الافغاني خبرو اترو ته لار پيدا کړي.

بل خوا اممريکايي او طالب استازو ويلی، چي په نږدې راتلونکي کی به د ددوی ترمنځ د سولي يوه تفاهمنامه لاسليک سي.