کور / راپور / اشرف غني: د څلور زره امريکايي سرتېرو وتل پر افغان امنيتي وضعيت اغېز نه کوي

اشرف غني: د څلور زره امريکايي سرتېرو وتل پر افغان امنيتي وضعيت اغېز نه کوي

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، چي له افغانستان څخه د څلورزره امريکايي سرتېرو وتل به ددغه هيواد پر امنيتي وضعيت کوم اغېز ونه لري.

ښاغلي غني تېر ماښام د قول اردوګانو د قومندانانو سره په ځانګړې ناسته کي وويل، چي افغان ځواکونه نړيوال ملاتړ د ځان سره لري او د افغانستان د ځمکني بشپړتيا ساتلو توان لري.

نوموړي وويل، د افغان پوځ سره ولسمشر، ملت او نړيواله ټولنه ولاړه ده او د هغوی بشپړ ملاتړ دوی ددې جوګه کړي چي د خپلي خاوري دفاع وکړي.

ښاغلي غني پر داسي مهال دا څرګندوني کړي، چي ښايي د رواني فبروروي مياشتي په وروستيو کي د امريکا او طالبانو ترمنځ خپلمنځي هوکړه وسي، چي له مخي به يې طالبانو تاوتريخوالی کموي او په مقابل کي به امريکا يو شمېر پوځيان له افغانستان څخه وباسي.

افغان حکومت وايي، چي د تاوتريخوالي د کمېدو پر ځای بايد اوربند وسي، خو طالبانو دې شرط ته غاړه نه ده ايښې او ويلي يې دي چي د امريکا سره تر هوکړي وروسته به د بين الافغاني مذاکراتو په هکله فکر وکړي.