کور / شعر / دا چې تور ماما ولاړ ېي – ځما کور په دروازه کي

دا چې تور ماما ولاړ ېي – ځما کور په دروازه کي

دا چې تور ماما ولاړ ېي
ځما کور په دروازه کي
او زما نه تپوس وکي
چي ته ځوک ېي دلته سکي
دلته چا سره دي کار دي
دَچا خوا له يي راغلي
دَ کم ځئ نه يي راغلي
بيا وئ کارډ دي لګ راوالا
څه مشکوک شان راته ښکاري
ځه په ځان پوري حېران شم
سم خفه شم سم پريشان شم
بي وسئ نه خپل سر ټيټ کم
خپل شناخت ورسره وکم
تور ماما بېا په خندا شي
ماته وائ ټيک شوه ځه وس
ځه راون شم زړه مي ډک وي
په ځان پوري په خنده شم
بيا په چغو په جړا شم
شرم راشي په خپل ځان
خپل غيرت نه مي نفرت شي
دَ دنيا نه مي نفرت شي
دَ هر چا نه مي نفرت شي
بيا دَ ځان سره لګيا شم
ويمه خه وم غلام خه وم
دَ دي سپوري آزادئ نه
دَ دي توري آزادئ نه
بېا دَ رب نه وکم سوال
ورکه داسي آزادي کي
چي ځه ېم پکي غلام