کور / #PTM / په پښتنه سیمه د ریاستي غونډه ګردۍ شالید

په پښتنه سیمه د ریاستي غونډه ګردۍ شالید

د سهیلي پښتونخوا منځنۍ پښتونخوا او خاص کر د خیبر پښتونخوا
هغه سیمې (علاقې)چي له فاټا سره نزدې دي د جنګ ارودوړ او دهماکو تر ټولو لوی لامل (وجهه)دا دی چي اسټبلېشمنټ غواړي ده دې سیمو سیاسي،کاروباري،تعلیمي،قدرتي وسایل( ګیس بجلي کرومایټ کوله وغیره)، بېروکریسي او اولسي رویه او نظام په خپلو وحشتناکو منګولو کې ټینګې ونیسي
په نړیواله سطحه یې تر شا اسټبلشمنټ خپله پالیسي لري کولېشن پنډونه،بهرنۍ مرستې، د چاینا نوې یاري او خوټې چنګالول، په پاکستان کې د نړیوالو زورورو د پاره داسې حکومت چي یو کس یې فیصله وکړي لکه د ضیالحق حکومت او د مشرف صاب د یو ټلیفون پالیسي داسې نور

زه یې دلته د افغانستان او پاکستان د پښتنو سیمو په جغرافیایي ارزښت خبره کوم
ریاست ځکه دلته اړ او دوړ ،دهماکې او اغوا کاري کول غواړي تر څو راسي د هغه سیمې کنټرول د امن په نوم په لاس کې واخلي
اول- د سیمې سیاسي نظام کنترول کړي او داخلي او خارجه پالیسي یې د خپلې مرضۍ سي د د نېشنلیزم او افغانیزم مخه ونیسي او خپل روزل سوي خلک په صفونو کې برابر کړي (وسنی صوبایي حکومت یې مثال دی)
دویم -کاروباري وضع صفر کړي ( تر څو خلک مسافر سي وطن پرېږدي سیاست د ماشومانو روزنه کور کلی ترې پاته سي غربت یې په سر واخلي)
دریم – تعلیمي نظام تر ګونډو لاندې او په پښو شل کړي تر څو نوی نسل زهني طور مفلوج سي اویا کلن شپږ نمبره تاریخ خپل سړوپ هیروګان د نوي نسل په ازهانو کې ورتخته کړي خپل ملي، سیاسي او قامي مشران ترې هېر کړي
څلورم -معدنیات د اسټبلیشمنټ تر ولقې لاندې سي ( چي د اسټبلیشمنټ د اقتصاد په پیاړوتیا کې لوی رول لوبوي او اسټبلشمنت د خپلو مټو طاقت ته لا انرجي حاصله کړي)

پینځم -په سیمه کې طالبانایزېشن ته وده ورکړي تر څو په لوی کور کې امن رانه شي او پاکستان یو ځل بیا د بنګال غوندې له پښتنو څخه لاس پرې نه مینځي ځکه خو پاکستان لا اوویا کالو راهیسي دا کوښښ کوي

د دې ټولو خبرو پایله ( رزلټ)څه وخت پس دا راوزي هدف یې دا دی چي
پښتانه په پاکستان سره یو نه شي
پښتانه په پارلیمان کې د افغانستان په غلطه پالیسۍ کې انکاریان نه سي
نوی نسل زهني طور د پنجاب غلام سي
د ډیوړند او ګندمک خبره له منځه ورکه سي
په لوی کور کې امن او سوله رانه سي
د بلوچو انقلابي تحریکونه له پښتنو سره لا او ګرېوان سې
کاروبار یې په پنجاب کې سي
د پښتانه قام احتماعي حافظه یعني خپله ژبه،ملي اتلان،ازادي،خپلواکي، نېشنلېسټ سیاست، کلتور او تاریخ یې هېر سي
داسې نور……..

د دې ټولو اسټبلیشمنټي پالیسیو رسوایي دا وخت پښتون تحفظ مومینټ په مخه رااخیستې د پکار دی چي ټول پښتانه سیاسي لېډران،دیني عالمان، دانشوران، پروفیسران،ډاکټران، انجېنران او ټول عام پښتون اولس یې تر شا ودرېږي

الهام ملاخېل