کور / راپور / صديقي: د ولسمشرد لوړي مراسمو وروسته به اجرائيه رياست لغوه سي

صديقي: د ولسمشرد لوړي مراسمو وروسته به اجرائيه رياست لغوه سي

د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي وايي، چي د ولسمشرۍ د تحليف له مراسمو وروسته به اجرائيه رياست له منځه ولاړ سي او نور به په دې نامه کوم رياست وجود ونه لري.

ښاغلي صديقي ويلي، چي ولسمشر غني د خپل کمپاين په وخت کي څو ځلي دا ژمنه کړې چي که ولسمشر سو اجرائيه رياست به له منځه وړي.

دا پر داسي مهال ده چي تېر ماښام د ټاکنو کميسون د دوهمي دورې لپاره يې ولسمشر اشرف غني بريالی اعلان کړ.

د ټاکنو کمېسون دا پرېکړه اجرائيه رئيس غندلې او ويلي يې دي چي ډاکټر عبدالله راتلونکی ولسمشر دی.