کور / راپور / واشنګټن کي افغان سفارت د امريکايي زدکونکو لپاره علمي سمينار جوړ کړ

واشنګټن کي افغان سفارت د امريکايي زدکونکو لپاره علمي سمينار جوړ کړ

په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان لوی سفارت د لسګونو امریکايي زده کوونکو کوربه وو.

د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري پر ۱۸مه، د افغانستان پېژندنې لړۍ په اوږدو کې، د متحده ایالتونو د بېلابېلو ایالتونو څخه څه باندې پنځوسو زده کوونکو ته معلومات ورکول شول.

افغان ډیپلوماټ ښاغلي هارون حکیمي؛ په پیل کې د افغانستان د کلتور، تاریخ، لرغونو میراثونو، ډیپلوماسۍ، او امریکاد متحده ایالتونو سره د دوه اړخیزو اړیکو په هکله خبرې وکړې او وروسته یې د زده کوونکوهراړخیزو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

راغلو زده کوونکو تر علمي او معلوماتي بحث وروسته د سفارت د تاریخي ودانۍ ځیني اړخونه وکتل.

د زده کوونکو دغه ټولۍ د واشنګټن نږدېوالي بنسټ Close up Washington له لارې دزده کوونکو د معلوماتي ودې او سفارتونو سره د پېژندګلوۍ په موخه د رواني لړۍ یوه کړۍ ده.