کور / راپور / عبدالله د لوړي مراسمو ته تياری نيسي، د اشرف غني ټيم وايي د تشويش خبره نسته

عبدالله د لوړي مراسمو ته تياری نيسي، د اشرف غني ټيم وايي د تشويش خبره نسته

له څو مياشتو ځنډ وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسون ولسمشر اشرف غني د دوهم ځل لپاره د افغانستان ولسمشر اعلان کړ. خو ددې اعلان سره عبدالله عبدالله مخالفت کړی او خپل ځان يې بريالی اعلان کړی دی.

بل خوا د ولسمشر غني لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم هم د اشرف غني د بريا سره مخالفت کړی او د عبدالله ملاتړ يې اعلان کړ.

د عبدالله وياند فريدون خوځون وايي، چي ډاکټر عبدالله د لوړي مراسمو ته تياری نيسي او له هغه وروسته به د عبدالله په مشرۍ حکومت خپل کار پيل کړي.

نوموړی وايي: “مونږ د لوړې (سوگند اخېستو) مراسمو ته آمادگي نیسو. تر څو چې د لوړې مراسم ترسره کیږي، د ملي یووالي حکومت پر خپل ځای دی. تر اوسه هېڅ طرف واک ته ندی رسېدلی، د ملي یووالي حکومت موجود دی، او چې کله د لوړې مراسم ترسره شول، نوی حکومت به په کار شروع کوي.”

بل خوا د ولسمشرغني ټيم وايي، چي دا خبري د ډاکټر عبدالله د ډلې شخصي نظریات دي. او چي هر څنګه کېږي عبدالله به د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت ته غاړه ايږدي.

بل خوا د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو د امنيتي چارو سکرټر یوزېپ بورېل فونتېلس د ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرې کړي او په ټاکنو کي د برياليتوب مبارکي يې ورکړې ده.