کور / علمي / د ژبو نړيواله ورځ

د ژبو نړيواله ورځ

ليکنه: عزيز_آرين
د فبرورۍ 21 نېټه په ټوله نړي کې د‌مورنئ ژبو نړئ والي ورځي په مناسبت د بنګالي قام هغه شهيدانو ته د عقيدت سره ګلونه وړاندې کووم، کوم چې د خپلي قامي ژبي په خاطر سرونه و شندل او نور قامونو ته يې د مورنۍ ژبی اهميت و شوو، په دې ورځ قامونه سيمنارونه،مشاعرې‌ ،ادبي غونډې او لاريونونه کوي او د‌ خپلي ژبي پر مخ تګ لپاره هلي ځلي کوي،د ورځ يو خپل تاريخي پس منظر لري ،هغه د چې کله لوئ هند تقسيم سوو نو بنګالي قام هم د نورو قامونو په شان د غيرفطري هيواد برخه سوو دې غيرفطري هيواد پاکستان له اولي ورځي څخه د محکوم قامونو له تهذيب ،ژبي،او تاریخ سره يوه ناوړه لوبه پهل کړه او د قامونه يې د ځان کالوني و ګرځول،قامی واک ، اختيار او قامي ژبو څخه انکاري سوو او اردو ژبه يې قامي ژبه و ګرځوله ،
کله چې په 1948 کې په ډهاګه پوهنتون کې د بنګالي قام د طالبعلمانو لخوا يو غنډه را بلل سوګي وه، دې غونډي ته قائد اعظم محمد علی جناح هم ورغلي وو،د وينا پر وخت جناح زياته کړه چې اردو ژبه به د پاکستان قامي ژبه وي خو په دې خبره د بنګالي قام ناست طالبعلمانو ډير په غصه سوو او د قائد اعظم محمد علی جناح په خلاف يې نارې پورته کړې او جناح يې له تالار څخه بهر کړو ځکه ده طالبعلمانو ته د جناح ده خبره قابل قبول نه وا،او ده‌دې برخلاف د سلوګن يې ور کړو چې بنګالي ژبه زموژ د قام قامي ژبه ده،
بيا له دې پس په 1952کې بنګالي قام طالبعلمانو د خپل مورنۍ ژبي په حق کې يو لار يون را و ايستو او د غوشتنه يې و کړه چې بنګالي ژبه دي قامي،تعليمي او دوتري ژبه و منل سي خو د‌ې فاښسټ او استعماري پنجابي هيودا دې خبرې ته تيار نه وو چې په پاکستان کې به حکمراني د بنګالي او بنګالي ژبه به قامي ژبه وي نو يې پر دې لاريون يې فائرنګ پهل کړو چې په نتيجه کې يې له 4 بیا تر 8 پوري بنګالي طالبعلمان شهيدان کړل،هم دغه شهیدان د قامي ژبي نړئ والي ورځي سبب و ګرځيدو او هم د قامي ژبي نړئ وال اولني شهيدان و منل سوو،په 17م نومبر1999 کې د اقوام متحده زيلي شاخ يونيسکو لخوا 21م فروري د مورنۍ ژبي نړئ واله ورځ په توګه اعلان کړه، او له 2000 خڅه په نړئ کې د مورنۍ ژبو د ورځې په توګه لمانځل کيدل پهل سوو،
د نورو قامونو په شان پښتو ژبه هم د 6 کروړو څه زيات انسانانو د ويونکي نړئ واله ژبه ده څنګه چې پښتون قام يو لرغونئ تاريخ لري هم دغه سې پښتو ژبه يو لرغونئ تاريخ لري،په انساني تاريخ کې مورنۍ ژبه د يو ملت د خپلواکۍ،آزادۍ او پر مخ تګ کې اهم رول لوبوي،کووم قامونه چې د خپلي ژبي قدر او يا يې په خپله ژبه کې تعليم کړئ دئ هغه نن د نړئ سيال او آزاد قامونه بلل کيږي لکه فرانس،چين،روس،امريکه او دغه رنګه نور پر مخ تللي قامونه،
ځکه ژبه د يو انسان روح ده ،د روح نه بغير انسان ژوندئ نه بلل کېږي هم دغه سي بې له پښتو پښتون قام هيس هم نه دئ،د قامي تحريکونو د آزادۍ په صدئ کې نن هم پاکستانئ هيواد دې ته نه دئ تيار چې پښتو،بلوڅي،سندهي،سرائيکي ژبي د اقوام متحده د چارټر لاندي قامي،تعليمي،عدالتي، ژبي و مني،نن هم د محکوم قامونو له مورنۍ ژبو سره هغه د بنګالي ژبي چلن کوي ،او هم د عمل به يو وار بیا 1971
یاد تازہ کړي،
تر سو چې موژ خپل مرام ته نه يو رسيدلي بايد د‌ پښتون قام سياسي کارکنان، ليکوالان،ادبیان،طالبعلمان او ځوانان پر سوشل،پرنټ،اليکټرانک ميډيا،تعليمي ادارو او په نجي محفلونو کې د خپلي ژبي لپاره هلي ځلي و کړو ځکه د زموژ د ټولو قامي فريضه ده .
پښتو به وايم
پښتو لیکم
پښتو به لولم